کورپاڼه / خبرونه / چندو بورډى: سچن ټنډولکر نه غوښتل چې لوبډلمشري وکړي
سچن ټنډولکر

چندو بورډى: سچن ټنډولکر نه غوښتل چې لوبډلمشري وکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو توپوهونکي سچن ټنډولکر نوم د نړۍ يو له غوره توپوهونکو څخه دى، خو د لوبډلمشر په حېث د هغه ريکارډ ډېر ښه نه دى.

سچن ټنډولکر د ١٩٩٦ څخه تر ٢٠٠٠ کال پورې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، د هغه په مشرۍ کې هند ٩٨ نړيوالې لوبې وکړې، چې يوازې ٢٧ لوبو کې يې بريا خپله کړه او ٥٢ لوبو کې يې ماتې وخوړه.

د ټنډولکر په مشرۍ هند ٧٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې وکړې چې ٢٣ لوبې يې پکې وګټلې، همدا راز په ٢٥ ټېسټ لوبو کې يې بيا يوازې ٤ لوبې وګټلې.

د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانى مشر چندو بورډى وايي، چې سچن ټنډولکر په خپله هغه ته ورغى او ورته يې وويل چې نه غواړي لوبډلمشر پاتې شي، ځکه هغه خپلې توپوهنې ته پاملرنه کول غواړي.

چندو بورډى له يوې هندي رسنۍ سره په خپلو خبرو کې وويل، چې سچن ټنډولکر ماته راغى او راته يې وويل چې له لوبډلمشرۍ مې ليرې کړه، موږ هغه اسټراليا ته د لوبډلمشر په حېث لېږلى خو له بېرته راتګ سره سم يې د لوبډلمشرۍ نه د ليرې کولو غوښتنه وکړه.

نوموړى زياتوي، سچن غوښتل چې خپل ټول پام خپلې توپوهنې ته کړي، ما ورته وويل چې ته لږ صبر وکړه تر څو موږ يو نوى لوبډلمشر پېدا کړو.

چندو بورډى وايي، ما غوښتل چې د هند لوبډلې لوبډلمشري سچن ټنډولکر وکړي، ځکه موږ راتلونکى په پام کې نيولى و، خو سچن به هر ځل همدا يوه غوښتنه کوله چې هغه لوبډلمشري نه کوي او له لوبډلمشرۍ يې ليرې کړئ، همدا لامل شو چې د سچن ټنډولکر پر ځاى بيا سارو ګنګولي د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد ابوظهبي ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد په ابوظهبي ټي …