کورپاڼه / خبرونه / د شاداب، حېدر او حارث د کورونا ټېسټونه مثبت راوتلي
شاداب خان

د شاداب، حېدر او حارث د کورونا ټېسټونه مثبت راوتلي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د درې لوبغاړو شاداب خان، حېدر علي او حارث روف د کورونا ويروس ناروغۍ ټېسټونه مثبت راوتلي دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ٢٩ کسيزه سکواډ چې په راتلونکې مياشت کې انګلستان ته ځي، انګلستان ته له تګ مخکې يې د کورونا ويروس ټېسټونه پيل شوي دي، چې په لومړيو ټېسټونو کې د درې لوبغاړو ټېسټونه مثبت راوتلي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې دا تاييد کړې ده چې د يادو لوبغاړو د کورونا ويروس ټېسټونه مثبت راوتلي دي او اوس دوى کرنټين شوي دي.

همدا راز د عماد وسيم او عثمان شينواري د کورونا ويروس ناروغۍ ټېسټونه هم شوي دي، خو د دوى ټېسټونه منفي راغلي دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او نورو اړوند کسانو ټېسټونه د پاکستان په پېنډۍ، لاهور، کراچۍ او پېښور کې مرکزونو ته لېږل شوي دي، چې يوازې د پېنډۍ ټېسټونو نتيجه يې راوتلې ده.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى هم په کورونا ويروس ناروغۍ ا خته شوى دى.

هغه په خپل يو ټويټ کې خپلو مينه والو ته خبر ورکړى و، چې له څو ورځو راهيسې يې سخته تبه وه، بدن يې دردونه کول او کله چې يې د کورونا ويروس ټېسټ وکړ، نو ټېسټ يې مثبت راغى.

هغه همدا راز له مينه والو غوښتنه کړې وه چې دعاوې ورته وکړي او ويلي يې و چې ځان يې کرنټين کړى دى. خو څو ورځې وروسته نوموړي په يو بل ټويټ کې وويل، چې اوس يې حالت له مخکې څخه ډېر ښه شوى دى.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …