کورپاڼه / خبرونه / ډيويډ وارنر: ويراټ کوهلي يږه ده، ځان ترې ساتئ
ډيويډ وارنر او ويراټ کوهلي

ډيويډ وارنر: ويراټ کوهلي يږه ده، ځان ترې ساتئ

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ او پيليز توپوهونکي ډيويډ وارنر د خپلې لوبډلې لوبغاړو ته ويلي دي، چې د هندۍ لوبډلې د اسټراليا د سفر پر مهال د ويراټ کوهلي سره ډېره ګزاره کوئ او هغه پسې خبرې مه کوئ.

د اې اېف پي خبري اژانس د راپور په وېنا، ډيويډ وارنر د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د يږې سره تشبيه کړ او وې ويل چې که يږه راوپاروئ، نو د هغه لوبه به لا ښه شي.

د هند کرکټ ملي لوبډله د روان کال په دسمبر مياشت کې اسټراليا ته سفر لري، چې له مخکې څخه ټاکل شوي پلان تر مخه، به د ٢٠٢١م کال د جنورۍ مياشتې پورې له اسټراليا سره ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړي.

د اسټراليا لوبډلې مهم توپوهونکى ډيويډ وارنر وايي، چې هغه د هند پر وړاندې لوبېدو ته تيار دى، خو لوبغاړو ته يې ويلي دي چې پر ويراټ کوهلي ټوکې او نورو خبرو څخه ځان وساتي.

ډيويډ وارنر له يوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې په لوبغالي کې تماشچيان ډېر وي او لوبه له ولولو ډکه وي، نو هغه ښه توپوهنه ترسره کولاى شي.

هغه زياتوي، زه فکر کوم ويراټ کوهلي هم همداسې دى، که ته ورپسې خبرې وکړې، غږونه پرې وکړې او ټوکې پرې وکړې، نو د هغه لوبه لا په زړه پورې او ښه کېږي.

تېر کال هند په ٧١ کلونو کې په لومړي ځل اسټراليا ته په خپل هېواد کې ماتې ورکړې وه او د ټېسټ سياليو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې وه.

په دغه لوبلړۍ کې ډيويډ وارنر او پخوانى لوبډلمشر سټيو سميت نه و، ځکه پر هغوى د توپ توږلو جرم له امله بندېز لګېدلى و.

وارنر وايي، زه دې سياليو ته زيات په تمه يم چې په لوبډله کې ورته غوره شم، په تېره لوبلړۍ کې موږ بده لوبه نه وه کړې، خو د يوې ښې لوبډلې له لاسه مو ماتې خوړلې وه.

ډيويډ وارنر همدا راز دا هم ويلي دي، که چېرته نړيوال شل اوريز جام لغوه اعلان شي، نو هغه به هيله من وي چې هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې ولوبېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …