کورپاڼه / خبرونه / نجيب الله ځدراڼ: اى پي ايل کې د لوبېدو ارمان لرم
نجيب الله ځدراڼ

نجيب الله ځدراڼ: اى پي ايل کې د لوبېدو ارمان لرم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ وايي، چې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د لوبېدو ارمان لري.

نجيب الله ځدراڼ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ميډل ارډر چپ لاسى توپوهونکى دى، هغه د ملي لوبډلې تر څنګ په يو شمېر تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى او ځلېدلى دى.

د کرکټ بورډ مجلې سره نوموړې په خپله تازه مرکه کې ويلي دي، چې مخکې يې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د لوبېدو ارمان درلود، چې هغه ارمان يې اوس پوره شوى دى، خو اوس دا ارمان لري چې د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې ولوبېږي.

نجيب الله ځدراڼ همدا راز وايي، چې د هند د پخواني توپوهونکي يوراج سينګ لوبه اوس هم ګوري. هغه وايي چې کله په لوبه کې وسوځېږي نو بيا ډېر غصه کېږي، خو په نړيوال جام کې چې د سريلانکا پر وړاندې په لوبه کې وسوځېده، نو ډېر خپه شو.

نوموړى د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې مخکې به سپينر توپ اچونکي ښه لوبول، خو اوس چټک توپ اچونکي ښه لوبوي. د هغه په وېنا، داسې مهال لوبې ته راځي چې هغه مهال تر ډېره چټک توپ اچونکي توپ اچونه کوي.

نجيب الله ځدراڼ همدا راز وايي، چې له پيله يې تېزه لوبه کوله او په لاسونو کې يې قدرتي زور شته دى او کولاى شي چې توپ له باونډرۍ څخه بهر کړي. هغه وايي چې دقيقه او د پلان له مخې توپوهنه کوي.

٢٧ کلن نجيب الله ځدراڼ د افغانستان لپاره په ٦٧ نړيوالو يو ورځنيو او ٦٠ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې د ٢٩.٩٢ په اوسط ١٥٨٦ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٠٤ ناسوځېدلې زياتې منډې دي.

همدا راز په شل اوريزو لوبو کې يې بيا د ٣١.٤٨ په اوسط او ١٤٠.٦٣ په سټرايک رېټ سره ٩٧٦ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ٦٩ زياتې منډې دي.

نوموړي خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د ٢٠١٢ کال د جولاى په پنځمه نېټه د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه او نړيواله شل اوريزه لوبه يې بيا د همدغه کال د سپتمبر په ١٩مه نېټه د هند پر وړاندې ترسره کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او انور علي

د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړي په پښتو ژبه کې له راشد خان نه مننه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان سوپر ليګ …