کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د ننګرهار والي سره وليدل
شاه محمود مياخېل او راشد خان

راشد خان د ننګرهار والي سره وليدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره وليدل.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې له راشد خان سره وليدل.

شاه محمود مياخېل يو ځل بيا راشد خان ته د هغه د مور د مړينې له امله د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل، همدا راز يې په ننګرهار ولايت کې کرکټ ته د ودې ورکولو اړوند په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

همدا راز د ننګرهار والي وياند په يو بل پوسټ کې بيا له راشد خان سره عکسونه خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې ننګرهار والي راشد خان او د هغه کورنۍ ته نن مېلمستيا کړې وه.

د يادولو وړ ده چې د ملي لوبغاړي راشد خان مور څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه، چې لومړۍ جنازه يې په جلال اباد کې او دويمه جنازه يې په اچين ولسوالۍ کې ترسره شوه او هماغلته خاورو ته هم وسپارل شوه.

راشد خان د مور د مړينې له امله په جلال اباد کې دى، چې له دې مخکې نوموړى په کابل کې په تمريناتي کمپ کې و، چې شاوخوا ١٧ ورځې مخکې پيل شوى دى او يوه مياشت دوام به کوي.

د راشد خان د مور په مړينه نه يوازې دا چې د ملي لوبډلې لوبغاړو، چارواکو او هېوادوالو له هغه سره غمرازي وکړه، بلکې ځينې نوموتو بهرنيو لوبغاړو هم له هغه سره په دې ورځ غمرازي ښکاره کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر …