کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ٢٣ جون ٢٠١٣: هند چيمپينز ټرافي په خپل نوم کړه او دهوني ريکارډ جوړ کړ
مهيندرا سينګ دهوني

٢٣ جون ٢٠١٣: هند چيمپينز ټرافي په خپل نوم کړه او دهوني ريکارډ جوړ کړ

د ٢٠١٣ کال د جون په ٢٣مه نېټه، يعنې په همدې ورځ باندې هند کرکټ ملي لوبډلې د اى سي سي په چيمپينز ټرافۍ پايلوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه، همدا راز مهيندرا سينګ دهوني يوازينى لوبډلمشر شو، چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې د اى سي سي درې ستر جامونه وګټل.

د هند او انګلستان ترمنځ د اى سي سي چيمپينز ټرافۍ پايلوبه په برمنګم کې ترسر شوه، چې هند د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې او په ځواب کې يې انګلستان د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٤ منډې وکړې، چې په ٥ منډو هند اتلولي خپله کړه.

په دغه لوبهکې ويراټ کوهلي ٤٣، رويندرا جډيجا ٣٣ ناسوځېدلې او شيکر دهون ٣١ منډې وکړې، همدا راز دهوني په صفر سوځېدلى و، د انګلستان له لوري بيا روي بوپاره ٣ لوبغاړي سوځولي و.

ايون مورګن ٣٣ او روي بوپاره ٣٠ منډې کړې وې او د هند لپاره رويندرا جډيجا، ار اشوين او ايشانت شرما ٢-٢ لوبغاړي سوځولي و.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رويندرا جډيجا ترلاسه کړې وه.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د مهيندرا سينګ دهوني په لوبډلمشرۍ کې هند د ٢٠٠٧ کال نړيوال شل اوريز جام ګټلى و، په ٢٠١١ کې بيا هند نړيوال جام په خپل نوم کړ او همدا راز په ٢٠١٣ کې يې چيمپينز ټرافي په خپل نوم کړه.

مهيندرا سينګ دهوني يوازينى لوبډلمشر پاتې شوى دى، چې د اى سي سي درې واړه جامونه يې د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال ګټلي دي، تراوسه پورې بل کوم لوبډلمشر دا ريکارډ له ځان سره نه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

د مس عينک اتلان

مس عينک اتلانو د بند امير لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

د مس عينک اتلانو لوبډلې په يوه زبردسته لوبه کې د بند امير ښامارانو لوبډلې …