کورپاڼه / خبرونه / جوفرا ارچر هيله من دى چې د ويسټ انډيز پر وړاندې ٣ واړه ټېسټ لوبو کې ولوبېږي
جوفرا ارچر

جوفرا ارچر هيله من دى چې د ويسټ انډيز پر وړاندې ٣ واړه ټېسټ لوبو کې ولوبېږي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپ اچوونکى جوفرا ارچر وايي، چې د هغه د ښي مټ ټپونه جوړ شوي دي او بېخي فيټ دى، هغه هيله ښکاره کړه چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په درې واړه ټېسټ سياليو کې به ولوبېږي.

په بارباډوس کې زېږېدلي د انګلستان ملي لوبډلې توپ اچونکى جوفرا ارچر د ټپونو له امله د انګلستان د سريلانکا سفر څخه بهر شو، همدا راز اى پي ايل کې هم د نوموړي لوبېدل ناشوني و، خو وروسته دواړه سيالۍ د کورونا ويروس له امله لغوه اعلان شوې.

جوفرا ارچر وايي، چې د هغه ښى مټ اوس بېخي جوړ دى، هېڅ درد يا کومه بله ستونزه نه لري، هغه څو اونۍ تمرينات هم ترسره کړل او ځان بېخي تازه او نوى محسوسوي.

هغه له يوې رسنۍ سره په خپله مرکه کې وويل، چې د راتلونکو سياليو لپاره په بشپړه توګه چمتو دى او هيله من دى چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په درې واړه ټېسټ سياليو کې ولوبېږي.

د يادولو وړ ده چې د ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته رسېدلې ده، د ويسټ انډيز او انګلستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه به په راتلونکې جولاى مياشت کې په ٨مه نېټه پيل شي، دغه لوبه په  ساوتهمپټن کې ترسره کېږي او وروستۍ دوه لوبې به په اولډ ټرېفورډ کې ترسره شي.

د کورونا ويروس نړيوالې وبا وروسته دا لومړى ځل دى چې دوه لوبډلې به سره مېدان ته کوزې شي او پرته له تماشچيانو، يعنې لوبغالي کې به تماشچيان نه پرېښودل کېږي او د بندو دروازو تر شا به دا سيالۍ ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …