کورپاڼه / خبرونه / کريم صادق: که څوک په يوه لوبه کې ٢٠-٢٥ شپږيزې وهلى شي، نو هغه به روهيت شرما وي
روهيت شرما او کريم صادق

کريم صادق: که څوک په يوه لوبه کې ٢٠-٢٥ شپږيزې وهلى شي، نو هغه به روهيت شرما وي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې د روهيت شرما په توپوهنه کې ډېر بدلون راغلى دى او که چېرته داسې توپوهونکى وي چې په يوه لوبه کې ٢—٢٥ شپږيزې وهلى شي، نو هغه به روهيت شرما وي.

روهيت شرما چې په پيل کې يې توپوهنه ډېره ښه نه وه، له ٢٠١٣ کال وروسته د هغه توپوهنه کې ډېر بدلون راغى او همدا راز د هند پيليز توپوهونکى هم شو، چې اوس د نړۍ يو له مخکښو توپوهونکو څخه شمېرل کېږي.

کريم صادق د کريک ټرېکر په يوه خپرونه کې وويل، چې هغه وروسته له هغې د روهيت شرما مينه وال شو، کله چې له سچن ټنډولکر څخه په يوه مرکه کې پوښتنه وشوه، چې د هغه د سل سليزو ريکارډ به څوک مات کړي، نو سچن ورته په ځواب کې وويل چې ويراټ کوهلي يا روهيت شرما.

نوموړي په دغه مرکه کې همدا راز وويل، چې زه اوس ګورم د روهيت شرما په توپوهنه کې ډېر زيات بدلون راغلى دى او که څوک په يوه لوبه کې ٢٠-٢٥ شپږيزې وهلى شي، نو هغه به روهيت شرما وي.

د يادولو وړ ده چې له ٢٠١٣ کال وروسته روهيت شرما پيليزه توپوهنه پيل کړه، همدا راز په هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د لوبډلمشر په حېث هغه خپله لوبډله اتلولۍ ته ورسوله، په يو ورځنيو لوبو کې غبرګه سليزه ووهله، په ټېسټ سياليو کې يې غبرګې سليزې ووهلې او اوس هغه يو له مخکښو توپوهونکو څخه دى.

کريم صادق چې يو مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى و، له ٢٠١٨ وروسته يې د افغانستان لپاره کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې. ٣٦ کلن کريم صادق د افغانستان لپاره په ٢٤ نړيوالو يو ورځنيو او ٣٦ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …