خپلواک وېبپاڼه (٢٨ سپتمبر ٢٠١٩): پاکستاني رسنيو په خپلو تازه راپورونو کې ويلي دي، چې د پاکستان، چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره د درې واړه هېوادونو کم عمره لوبډلې به په راتلونکې مياشت کې لوبې ترسره کړي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ايکسپرېس نيوز د راپور په وينا، چې پاکستان، چين او افغانستان د ښو اړيکو لپاره د کرکټ لاره پېدا کړې ده او د درې واړه هېوادونو کم عمره لوبډلې به په راتلونکې مياشت کې دوستانه سيالۍ ترسره کړي.
په دغه راپور کې زياته شوې ده، چې د پاکستان ١٩ کلنو کم عمره لوبډله راروانه مياشت کې د چين هېواد په دوستانه سفر باندې ځي. د پاکستان ياده لوبډله د اکتوبر په ١٦مه نېټه د چين بيجينګ ښار ته روانېږي. د چين په بيجينګ ښار کې به د پاکستان ١٩ کلنو کم عمره لوبډله د چين د ١٩ کلنو کم عمره لوبډلې سره ١٥ اوريزه لوبه ترسره کړي.
همدا راز په دغه راپور کې زياته شوې ده، چې د چين پر وړاندې به په دويمه لوبه کې بيا د افغانستان او پاکستان ګډه يا شريکه لوبډله لوبېږي.
دوى همدا راز زياته کړې ده، چې په دغه سفر کې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره ځينې پروګرامونه هم په نظر کې نيول شوي دي او همدا راز د اکتوبر په ٢٤مه نېټه به يې لوبډله هېواد ته بېرته راستنه شي.
خو د افغانستان کرکټ بورډ تر دې مهاله پورې د يادو لوبو يا چين ته د کم عمره لوبډلې د تګ په تړاو څه نه دي ويلي. همدا راز د پاکستان ايکسپرېس ورځپاڼې هم دا يادونه نه ده کړې، چې د پاکستان او افغانستان مشترکه لوبډلې افغان لوبغالي به له افغانستان نه ورځي او که په پاکستان کې مېشت افغان کډوال به له دوى سره ځي او هلته به د چينايي ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې په وړاندې مشترکه لوبډله جوړوي.