کورپاڼه / خبرونه / د نيوزيلېنډ لوبغاړې ريچل پريسټ له نړيوال کرکټ استعفا ورکړه
ريچل پريسټ

د نيوزيلېنډ لوبغاړې ريچل پريسټ له نړيوال کرکټ استعفا ورکړه

د نيوزيلېنډ کرکټ ښځينه لوبډلې ويکټ ساتونکې او توپوهونکې ريچل پريسټ له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه او د تسمانيا کرکټ سره يې قرارداد وکړ.

د نيوزيلېنډ ٣٥ کلنې لوبغاړې ريچل پريسټ د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې لپاره ٨٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ٧٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، هغې په ١٣ کلن کيرير کې ٢٥٦٧ منډې ترلاسه کړې دي، همدا راز ٢ سليزې او ١٠ نيمه سليزې يې هم وهلې دي..

ريچل پريسټ د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې په کلني قرارداد کې هم سږکال نه وه اخيستل شوې، نوموړې همدا راز د ٢٠٢٠ کال اى سي سي ښځينه نړيوال شل اوريز جام برخه وه، چې په ٤ لوبو کې يې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې لپاره ٦٠ منډې وکړې.

ريچل پريسټ وايي، چې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې لپاره ١٣ کاله ولوبېده او دا وخت يې ډېر ښه وخت و، خو اوس يې پرېکړه کړې ده چې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړي.

له نړيوال کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته هغې د اسټراليا د تسمانيا ايالت له کرکټ سره قرارداد کړى دى او غواړي له دې وروسته د دغه ايالت لوبډلې لپاره ولوبېږي.

نوموړې به د اسټراليا ښځينه ملي کرکټ ليګ کې د تسمانيا لوبډلې برخه وي. ريچل پريسټ له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې غواړي د کرکټ نوى سفر پيل کړي او ډېره به خوشحاله وي چې د تسمانيا کرکټ سره پاتې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر …