کورپاڼه / خبرونه / د بنګله دېش او نيوزيلېنډ ټېسټ لوبلړۍ هم د کورونا له امله لغوه شوه
نيوزيلېنډ او بنګله دېش

د بنګله دېش او نيوزيلېنډ ټېسټ لوبلړۍ هم د کورونا له امله لغوه شوه

د بنګله دېش او نيوزيلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ٢ ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم د کورونا ويروس ناروغۍ له امله لغوه اعلان شوه.

د معلوماتو تر مخه، د نيوزيلېنډ ملي لوبډلې په اګست مياشت کې بنګله دېش ته سفر پلان شوى و، چې په اګست او سپتمبر مياشتو کې به يې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره دوه ټېسټ سيالۍ ترسره کولې.

خو د کورونا ويروس نړيوالې وبا له امله د نيوزيلېنډ سفر بنګله دېش ته لغوه شو او د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم لغوه اعلان شوه.

د کورونا ويروس له امله ډېرې سيالۍ لغوه اعلان شوې دي، همدا راز د هند ستر تجارتي ليګ اى پي ايل هم تر دې مهاله پورې نه دى ترسره شوى او لا هم د هند کرکټ بورډ په دې هڅه کې دى، چې په څه نا څه طريقه دغه ليګ ترسره کړي.

همدا راز نړيوال شل اوريز جام چې سږکال په اسټراليا کې پلان شوى دى، هم اى سي سي يې په اړه تراوسه پورې پرېکړه نه ده کړې چې ايا دا جام به سږکال ترسره شي او که نه بل کال ته به وځنډول شي.

بل لوري ته د کورونا ويروس نړيوالې وبا د يو څه حده کنټرول وروسته د ويسټ انډيز ملي لوبډله انګلستان ته تللې ده چې د راتلونکې جولاى مياشت کې به له انګلستان سره د ٣ ټېسټ سياليو لوبلړۍ پيل کړي.

همدا راز پاکستان هم له انګلستان سره د لوبو لپاره ٢٩ کسيزه نوملړ اعلان کړى دى او په پلان کې ده چې بله مياشت د پاکستان لوبډله انګلستان ته لاړه شي، خو پرون د پاکستان درې لوبغاړي په کورونا ويروس ناروغۍ ا خته شوي دي، چې ياد درې واړه لوبغاړي په دغه ٢٩ کسيزه نوملړ کې شامل و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …