کورپاڼه / ليکنې / د هندي کرکټر اجينکى ريهانى د مينې کيسه
اجينکى ريهانى

د هندي کرکټر اجينکى ريهانى د مينې کيسه

د هند کرکټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر اجينکى ريهانى هغه لوبغاړى دى چې ويل کېږي ډېر شرمېږي او په لوبغالي کې بيا ډېر په سکون وي، هېڅ غصه نه کوي. په کرکټ کې هغه د رويې له امله د راهول ډريويډ ځاى ناستى هم ګڼل کېږي.

اجينکى ريهانى ته په کتلو داسې نه ښکاري چې هغه به هم کلونو پخوا يارانه کړې وي، د ريهانى مينه هم ډېره ساده ده، هغه له يوې نجلۍ سره مينه وکړه، له هماغې سره يې رشته وکړه او ورسره يې واد وکړ، خو دا کيسه څنګه پيل شوه، نن يې درته کوو.

اجينکى ريهانى چې د هند په ممبۍ کې ژوند کوي، له راديکا دوپاوکر سره يې له ماشومتوبه پېژندل. د دواړو کورونه يو بل ته نږدې و او کورنۍ يې سره پېژندل و، دواړه په يو ښوونځي او بيا يو پوهنتون کې زده کړې وکړې، خو د پوهنتون پر مهال دوى ته معلومه شوه چې يوازې ملګري نه دي، بلکې يو بل ته له ملګرو هم ډېر نږدې دي او همداسې د هغوى د مينې کيسه پيل شوه.

اجينکى ريهانى په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه تر ډېر وخت پورې له خپلې کورنۍ څخه د خپلې مينې کيسه پټه ساتلې وه، که څه هم کورنۍ ته يې معلومه وه چې دواړه ښه ملګري دي، خو د مينې په تړاو يې کورنۍ وروسته پوه شول.

کله چې د دواړو کورنۍ د هغوى له مينې خبرې شوې، نو هغوى د دواړو په اړيکه هېڅ نيوکه نه درلوده، خو ريهانى ته يوازينۍ خبره همدا کېده چې ټول پام دې خپل کرکټ ته وکړي، ځکه د دواړو کورنۍ غوښتل چې اجينکى ريهانى ملي لوبډلې ته لاړ شي.

ريهانى هم له هغه وروسته پرېکړه وکړه چې په کرکټ کې د پرمختګ نه وروسته به واده کوي. په ٢٠١٤ کال کې بيا ريهانى له راديکا سره واده وکړ او په ټولنيزو رسنيو کې يې هم وويل، چې له خپلې نږدې ملګرې او لومړنۍ مينې سره يې واده وکړ.

ويل کېږي چې اجينکى ريهانى د واده په ورځ د واده د ځانګړو کاليو پر ځاى په ساده کاليو کې خپل واده ته تللى و، چې نه يوازې نور خلک ورته حېرانه و، بلکې مېرمن يې هم په دې کار ډېره غصه کړې وه او وايي چې د څه وخت لپاره ترې په دې کار خپه هم وه.

Loading...