کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان ٧ نور لوبغاړي هم په کورونا ا خته شوي
وهاب رياض او فخر زمان

د پاکستان ٧ نور لوبغاړي هم په کورونا ا خته شوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د نورو ٧ لوبغاړو د کورونا ويروس ناروغۍ ټېسټونه هم مثبت راوتلي دي.

پرون د پاکستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې د درې لوبغاړو شاداب خان، حارث روف او حېدر علي د کورونا ټېسټونه مثبت راوتلي دي او درې واړه کرنټين شوي دي.

خو نن تازه په يوه نوې خبرپاڼه کې د پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي، چې د ٧ نورو ملي لوبغاړو د کورونا ټېسټونه هم مثبت راوتلي دي.

په دې لوبغاړو کې فخر زمان، عمران خان، کاشف بټي، محمد حفيظ، محمد حسنېن، محمد رضوان او وهاب رياض شامل دي، چې نن يې ټېسټونه مثبت راوتلي دي.

همدا راز ويل شوي دي چې يو شمېر نور کسان چې له لوبډلې سره په بېلا بېلو برخو کې کار کوي ټېسټونه يې مثبت راوتلي دي.

له دې پرته بيا د عابد علي، اسد شفيق، اظهر علي، بابر اعظم، فهيم اشرف، فواد عالم، افتخار احمد، امام الحق، خوشدل شاه، محمد عباس، نسيم شاه، سرفرز احمد، شاهين شاه اپريدي، شان مسعود، سهېل خان او ياسر شاه ټېسټونه منفي راوتلي دي.

له دوى پرته همدا راز د ټيم منېجر منصور راڼا، مشر روزونکي مصباح الحق، مرستيال روزونکي شاهد اسلم، توپوهونکې روزونکي يونس خان، سپين توپ اچونکې روزونکي مشتاق احمد، ډګر ساتنې روزونکي عبدالمجيد او نورو کسانو ټېسټونه هم شوي دي چې منفي راغلي دي.

د يادولو وړ ده چې له دې ٧ لوبغاړو سره د پاکستان ټول لوبغاړي ١٠ شو، چې د کورونا ويروس ټېسټونه يې مثبت راوتلي دي. همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د هغه کسانو چې ټېسټونه يې منفي راوتلي دي، هغوى به يو ځل بيا هم ټېسټونه کوي او کله چې يې بيا ځلې ټېسټونه راغلل نو له هغه وروسته به بيا انګلستان ته ځي. همدا راز کله چې انګلستان ته ورسېږي، نو هلته به يې يو ځل بيا د کورونا ويروس ټېسټونه وشي.

همدا راز هغه لوبغاړي چې ټېسټونه يې مثبت راوتلي دي، د کرنټين مودې له پوره کولو وروسته به د هغوى دوه ځلې ټېسټونه کېږي او که دواړه ځل يې ټېسټونه منفي راووتل، نو بيا به هغوى هم انګلستان ته لېږل کېږي او يو ځل بيا به يې په انګلستان کې هم د کورونا ويروس ټېسټونه ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …