کورپاڼه / خبرونه / بوريس جانسن: د کرکټ توپ ويروس خپروي، نو لوبو ته اجازه نه شو ورکولى
بوريس جانسن

بوريس جانسن: د کرکټ توپ ويروس خپروي، نو لوبو ته اجازه نه شو ورکولى

د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن وايي چې په کرکټ کې د توپ له امله د ويروس خپرېدو ويره ده نو له دې امله په برېتانيه کې د کرکټ لوبو پيلېدو ته اجازه نه شي ورکولى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، کورونا ويروس د ژوند د نورو چارو تر څنګ ورزشي لوبو ته هم زيان رسولى دى، چې له امله يې په ټوله نړۍ کې د کرکټ او فوټبال سترې سيالۍ لغوه شوې دي، خو په کورونا تر څه حده له کنټرول وروسته د ورزشي لوبو د بيا پيلېدو لپاره هڅې روانې دي.

د انګلستان کرکټ بورډ د کرکټ سياليو د بيا پيلولو لپاره له حکومت سره له تېرې يوې اونۍ راهيسې مذاکرات کوي او په دې هڅه کې دي چې په انګلستان کې د کرکټ کلبونه او سيالۍ بېرته پيل شي، خو لومړي وزير بوريس جانسن بيا د کرکټ له پيلېدو خلک منع کړي دي.

بوريس جانسن وايي، چې د کرکټ لوبو د ترسره کولو اجازه اوس نه شو ورکولى، ځکه د کرکټ د توپ په مرسته د ورونا ويروس د خپرېدو ويره زياته ده.

بوريس جانسن همدا راز وايي، چې د ټولنيز واټن په ساتلو سره دوى په دغه هېواد کې د رسټورانټونو، جيمونو، سينماګانو او نورو ډېرو شيانو ته د پرانيتسلو اجازه ورکړې ده، خو د کرکټ په اړه اوس هم بايد دوى فکر وکړي.

نوموړى زياتوي، چې د کرکټ سياليو په بيا پيلولو کې تر ټولو لويه ستونزه د توپ ده، ځکه په دې ټول پوهېږي چې يو توپ د ټولو لوبغاړو لاسونو ته ورځي او د همدې يو توپ څخه د کورونا ويروس خپرېداى شي.

د يادولو وړ ده چې په انګلستان کې سږکال ټول ليګونه او جامونه د کورونا ويروس له امله لغوه اعلان شوې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …