کورپاڼه / خبرونه / بارکزى: مخکې به د کرکټ بورډ مسوولينو د سفرونو په نوم پېسې اخيستلې، خو فرهان يوسفزي دا سپما کړې
فرهان يوسفزی

بارکزى: مخکې به د کرکټ بورډ مسوولينو د سفرونو په نوم پېسې اخيستلې، خو فرهان يوسفزي دا سپما کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي سلاکار عبدالله بارکزى وايي، چې مخکې به د کرکټ بورډ مسوولينو په يو او بل نوم سفرونه برابرول او له ادارې به يې جيب خرچي اخيستلې، خو فرهان يوسفزي بيا له دې کاره ډډه کړې ده او ادارې ته سپما کړې ده.

عبدالله بارکزى ليکي، چې کله تېر کال په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ نړيوالې شورا ناسته وه، نو د غونډې تنظيموونکو ورسره د فرهان يوسفزي د استوګنې د ځاى موضوع مطرح کړه.

هغه وايي، کله چې يې دا موضوع له فرهان يوسفزي سره شريکه کړه، نو هغه ورته وويل چې په هوټل کې د ځاى اړتيا نشته دى او هغه به په متحده عربي اماراتو کې په خپل شخصي کور کې پاتې شي او په دغه غونډه کې به ګډون وکړي.

عبدالله بارکزى وايي، کله چې يې دا موضوع د کرکټ نړيوالې شورا اړوند کس سره شريکه کړه نو هغه هم حېران شو او ورته يې وويل: ((د لومړي ځل لپاره داسې يو رييس وينم چې حتاً د کرکټ د نړيوالې شورا بوديجې ته هم سپما کوي.))

نوموړى همدا راز زياتوي، چې پخوا به د افغانستان په کرکټ بورډ کې مسوولينو په يوه او بل نوم سفرونه برابرول او له دې ادارې به يې جېب خرچي اخيستلې، خو فرهان يوسفزي بيا په اداره کې له دغه کار په کلکه ډډه وکړه، چې دغه کار يې ادارې ته د يوې سترې سپما لامل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په يو پوسټ کې ليکلي و، چې د کرکټ بورډ ځينې اوسني او پخواني چارواکي د لوبغاړو له استعداده غلطه استفاده کوي.

هغه ليکلي و، چې هغه د ټولو پخوانيو چارواکو دوسيې څېړي او هر څه به راښکاره کړي. بل لوري ته دا هم ويل شوي دي چې د کرکټ بورډ د رياست لپاره يو شمېر کسان په دې هڅه کې دي چې ترلاسه يې کړي، خو د کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار بيا دا ټولې اوازې ردوي او وايي چې داسې هېڅ هم نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد ابوظهبي ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد په ابوظهبي ټي …