کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريس ګېل سږکال په کارابين پريمئير ليګ کې نه لوبېږي
کريس ګېل

کريس ګېل سږکال په کارابين پريمئير ليګ کې نه لوبېږي

د ويسټ انډيز مخکښ توپوهونکى کريس ګېل وايي چې د خپلو کورنيو ستونزو له امله سږکال نه شي کولاى چې په کارابين پريمئير ليګ کې ګډون وکړي.

کريس ګېل چې يونيورس باس هم ورته ويل کېږي، هغه نه يوازې دا چې د ويسټ انډيز يو له مخکښو توپوهونکو څخه دى، بلکې هغه د شل اوريزو او تجارتي ليګونو کې هم ډېر ځلېدونکى توپوهونکى دى.

اي ايس پي اين کريک انفو په خپل يو راپور کې ويلي دي، چې کريس ګېل د کارابين پريمئير ليګ سينټ لوشيه زوکس لوبډلې ته پېغام استولى دى، چې سږکال به هغه د دوى په لوبډله کې ونه لوبېږي.

کريس ګېل وايي چې د کورنۍ ستونزو له امله نه شي کولاى سږکال په کارابين پريمئير ليګ کې ګډون وکړي، دا دريمه لوبډله ده چې کريس ګېل ورسره لوبېږي، تر دې مخکې نوموړى د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس او جميکا ټلواهاس سره لوبېدلى دى.

د کارابين پريمئير ليګ وياند بيا په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې کريس ګېل د خپلو شخصي ستونزو له امله پرېکړه کړې ده چې سږکال په کارابين پريمئير ليګ کې ګډون نه کوي، موږ د هغه لپاره دا کال بختور غواړو او هيله کوو چې په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې به په دې سياليو کې ګډون وکړي.

د يادولو وړ ده چې کريس ګېل په اپريل مياشت کې د زوکس لوبډلې سره تړون لاسليک کړى و، هغه د کارابين په تاريخ کې زياتې منډې جوړونکى هم دى.

د کارابين پريمئير ليګ چې ٦ لوبډلې پکې ګډون لري، سږکال د اګست په ١٨مه نېټه پيلېږي او د سپتمبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام وکړي، په دې ليګ کې به ټولې ٣٤ سيالۍ ترسره کېږي.

دا ليګ چې د ويسټ انډيز ټول ملي لوبغاړي پکې ګډون لري، ښايي سږکال د کريس ګېل د نه لوبېدو له امله يو څه پيکه ښکاره شي، ځکه چې کريس ګېل نه يوازې دا چې په ويسټ انډيز کې مينه وال لري، بلکې د نړۍ په کچه ډېر مينه وال لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پریټي: څه یوه لوبه وه، څه یوه شپه وه، ټوله لړزیدم

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام بېګا شپه په ۳۶مه لوبه …