کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هم تو ډوبى هى صنم… خو افغانستان تېر کال په دې ورځ له بنګله دېش هم ماتې وخوړه
ګلبدين نايب او بنګله دېش

هم تو ډوبى هى صنم… خو افغانستان تېر کال په دې ورځ له بنګله دېش هم ماتې وخوړه

افغانستان تېر کال په دې ورځ د ٢٠١٩ نړيوال جام کې له بنګله دېش لوبډلې سره مخامخ شو، چې يوه بله ماتې يې هم په برخه شوه.

دغه لوبه چې د نړيوال جام ٣١مه لوبه وه، د جون په ٢٤مه نېټه په ساوتهمپټن کې ترسره شوه.

په پيل کې د لوبې پچه افغانستان وګټله او بنګله دېش ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې مشفيق الرحيم ٨٣، شکېب الحسن ٥١ او تميم اقبال ٣٦ منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان له خوا مجيب الرحمان ٣، ګلبدين نايب ٢، دولت ځدراڼ او محمد نبي ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ٢٦٣ منډو د هدف په تعقيب کې افغان لوبډلې په ٤٧ اورونو کې ٢٠٠ منډې وکړې او ټولې ويکټې يې له لاسه ورکړې. د افغانستان لپاره سميع الله شينواري ٤٩ ناسوځېدلې، ګلبدين نايب ٤٧ او رحمت شاه ٢٤ منډې وکړې.

د بنګله دېش له لوري بيا شکېب الحسن په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٥ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز مستفيض الرحمان ٢، محمد سېف الدين او مصدق حسېن ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم شکېب الحسن ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش له دې لوبې يوه ورځ مخکې په خبري ناسته کې ګلبدين نايب ويلي و، چې (هم تو ډوبى هى صنم، تمکو بهي ليکر ډوبينګى)، چې وروسته پر هغه د دې جملې سختې نيوکې هم وشوې. ځکه له دې لوبې څخه مخکې افغانستان له نړيوال جام څخه بهر شوى و او بنګله دېش بيا هم يو څه چانس درلود، چې د نړيوال جام نيمه پايلوبې لپاره لاس او پښې ووهي.

Loading...

دا هم ولولئ

شکېب الحسن

شکېب کرکټ ته راستنېدو سره سم وځلېده، بنګله دېش له ويسټ انډيز لوبه وګټله

شکېب الحسن د يو کلن بندېز پاى ته رسېدو وروسته په لومړي ځل د ويسټ …