کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان او قېس احمد له نيلامۍ وړاندې په کارابين پريمئير ليګ کې واخيستل شو
قېس احمد او راشد خان

راشد خان او قېس احمد له نيلامۍ وړاندې په کارابين پريمئير ليګ کې واخيستل شو

که څه هم تراوسه پورې د کارابين پريمئير ليګ ډرافټ يا نيلامي نه ده ترسره شوې، خو دوه افغان لوبغاړي بيا د بېلا بېلو لوبډلو له لوري له مخکې واخيستل شو.

سږکال د کارابين پريمئير ليګ مسوولينو لوبډلو ته اجازه ورکړه، چې هغوى نه يوازې دا چې له ځان سره پخواني لوبغاړي ساتلى شي، بلکې له نيلامۍ وړاندې هم کولى شي چې له ځينو لوبغاړو سره تړون وکړي.

په همدې لړ کې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې راشد خان ,واخيست او د ګيانا امازون واريرز لوبډلې قېس احمد بيا له ځان سره وساتلو. دواړه افغان ورو توپ اچونکي په تجارتي ليګونو کې ډېر ځلېدونکي لوبغاړي دي.

د يادولو وړ ده چې د ويسټ انډيز نوموتى چټک توپوهونکى کريس ګېل سږکال په کارابين پريمئير ليګ کې ګډون نه کوي او له مخکې يې اړونده لوبډلې ته پېغام لېږلى دى، چې هغه د کورنيو ستونزو له امله نه شي کولاى چې سږکال د دوى سره ولوبېږي.

د کارابين پريمئير ليګ چې مخکې ټاکل شوې وه لوبې به يې په ډېرو هېوادونو کې ترسره شي، خو د کورونا له امله يې اوس لوبې يوازې په ټرينډاډ کې ترسره کېږي، دا سيالۍ به د اګست په ١٨مه پيل شي او د سپتمبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په تېر ٢٠١٩ کال کې بيا په کارابين پريمئير ليګ کې قېس احمد د ګيانا امازون واريرز، ظاهر خان د جميکا ټلواهاس او نجيب الله ځدراڼ د سينټ لوشيه زوکس لوبډلو سره لوبېدلي و.

په ٢٠١٩ کال کارابين پريمئير ليګ کې ظاهر خان ٧ لوبو کې ګډون کړى و چې ٨ لوبغاړي يې سوځولي و، همدا راز قېس احمد بيا يوازې په ٣ لوبو کې برخه اخيستې وه او ٧ ويکټې يې ترلاسه کړې وې، نوموړي په يوه لوبه کې د ٢٨ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي هم سوځولي وي.

دا هم ولولئ

راشد خان او اکاش چوپړا

د اکاش چوپړا د ای پي ایل غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

په هند کې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس له امله …