کورپاڼه / خبرونه / پاکستان: اسيا جام په خپل وخت په سريلانکا يا اماراتو کې ترسره کېږي
وسيم خان

پاکستان: اسيا جام په خپل وخت په سريلانکا يا اماراتو کې ترسره کېږي

د کورونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې د نورو چارو تر څنګ کرکټ هم اغېزمن کړى دى، چې په دې لړ کې د اسيا جام په تړاو هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې چې ايا دا جام به ترسره شي او که نه او چېرته به ترسره شي.

خو د پاکستان کرکټ بورډ اجراييه رييس وسيم خان وايي، چې اسيا جام به په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.

پاکستان د ٢٠٢٠ کال اسيا جام کوربه دى، خو د کورونا ويروس له امله دوى سريلانکا ته وړانديز کړى دى چې د اسيا جام کوربه توب دې وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييه رييس وسيم خان وايي، چې اسيا جام به په خپل ټاکلي وخت په سريلانکا کې ترسره شي، ځکه چې په سريلانکا کې د کورونا ويروس پېښې کمې شوې دي، خو که چېرته د کومو ستونزو له امله په سريلانکا کې ترسره نه شي، نو متحده عربي امارات دې ته چمتو دي چې اسيا جام ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د جون په ٢٨مه نېټه انګلستان ته ځي، چې له انګلستان سره تر لوبو وروسته به د سپتمبر مياشت په لومړۍ اونۍ کې بېرته پاکستان ته راستانه شي او وسيم خان هيله من دى چې له هغه وروسته به دوى اسيا جام ترسره کړي.

خو بل لوري ته بيا د هند کرکټ بورډ دې ته هيله من دى چې سږکال به د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ترسره کړي او د هند کرکټ بورډ چارواکو داسې هم ويلي دي، چې که دوى په دې وتوانېدل چې په سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې د اى پي ايل ترسره کېدو لاره برابره شي، نو دوى به د اسيا جام پر ځاى اى پي ايل ته اهميت ورکړي، دوى همدا راز د نړيوال شل اوريز جام د نه ترسره کېدو غوښتنه هم کړې ده.

همدا راز د پاکستان او هند ترمنځ په پاکستان کې د اسيا جام ترسره کېدو په تړاو هم ډېرې لانجې وې، هند ويل که اسيا جام په پاکستان کې ترسره کېږي، نو دوى پکې ګډون نه کوي، خو اوس خبره د اى پي ايل، اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام ده، چې هند غواړي د دغه جامونو پر ځاى اى پي ايل ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په …