کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اکاش چوپړه د راتلونکي ١٠ غوره لوبغاړي انتخاب کړي، يو پکې افغان لوبغاړى هم شامل دى
اکاش چوپړه

اکاش چوپړه د راتلونکي ١٠ غوره لوبغاړي انتخاب کړي، يو پکې افغان لوبغاړى هم شامل دى

د هند پخواني کرکټر، شنونکي او د کرکټ کمنټېټر اکاش چوپړه لس هغه ځوان لوبغاړي غوره کړي دي، چې د هغه په وېنا، په راتلونکو لس کلونو کې به دا لوبغاړي ډېر وځلېږي او د کرکټ د نړۍ ستر ستوري به شي.

نوموړي په خپل يوټيوب چېنل کې د ١٠ راتلونکو غوره لوبغاړو ويډيو خپره کړې ده او زياتره لوبغاړي هغه پکې دي چې په ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلو کې لوبېږي، همدا راز ځينې داسې دي چې د خپلو هېوادونو په ملي لوبډلو کې يې هم ګډون کړى دى او ښه ځلېدلي دي.

په دې لس لوبغاړو کې يو لوبغاړى د افغانستان هم شامل دى، چې که څه هم په ملي لوبډله کې نه دى لوبېدلى خو په ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله کې لوبېدلى دى او د خلکو پام يې ځان ته رااړولى دى.

د اکاش چوپړه د راتلونکو لس کلونو د غوره لوبغاړو له ليسټ کې شوبمن ګيل (هند)، شاهين شاه اپريدى (پاکستان)، ټام بنټون (انګلستان)، نور احمد (افغانستان)، جوش پيليپ (اسټراليا)، يشسوي جېسوال (هند)، ګيرلاډ کويټزى (سويلي افريقا)، نسيم شاه (پاکستان)، پريتوي شاو (هند) او حېدر علي (پاکستان) شامل دي.

د ١٥ کلن نور احمد په اړه هغه وايي، چې ډېر تکړه چينامېن توپوهونکى دى او که په خپل ليګ سپين توپ باندې نور کار هم وکړي، نو هغه به يو له غوره توپوهونکو څخه شي او د راتلونکو ١٠ کلونو يو له غوره لوبغاړو څخه به وي.

نوموړي همدا راز د دغه ځوانو لوبغاړو په تړاو ويلي دي، چې دوى په اوسني وخت کې ښکاره کړه چې د راتلونکې لسيزې غوره لوبغاړي دي او کولاى شي د خپلو هېوادونو لپاره ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې اي ايس پي اين کريک انفو هم د راتلونکو ١٠ کلونو د ٢٠ غوره لوبغاړو په اړه يوه ليکنه کړې وه، چې پکې د نور احمد تر څنګ قېس احمد، ابراهيم ځدراڼ او رحمان الله ګربز نومونه هم شامل و.

يادې وېبپاڼې په خپله دغه ليکنه کې ويلي و، چې دوى د کرکټ پخوانيو لوبغاړو، روزونکو او شنونکو په مرسته دا لوبغاړي انتخاب کړي دي، چې کولاى شي په راتلونکو لس کلونو کې ډېر وځلېږي او ډېرې لاسته راوړنې ولري.

Loading...