کورپاڼه / خبرونه / د محمد حفيظ د کورونا دوېم ټېسټ منفي راوتلى
محمد حفيظ

د محمد حفيظ د کورونا دوېم ټېسټ منفي راوتلى

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد حفيظ د کورونا ويروس دوېم ټېسټ کړى دى او وايي چې دوېم ټېسټ يې منفي راوتلى دى.

تېره ورځ د پاکستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو د کورونا ويروس ټېسټونه يې وکړل، چې د نورو تر څنګ د محمد حفيظ د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راوتلى دى.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو انګلستان ته له تګ مخکې د کورونا ټېسټونه شوي دي، چې د ١٠ لوبغاړو ټېسټونه پکې مثبت راوتلي دي.

خو محمد حفيظ وايي، چې هغه د کورونا ويروس هېڅ نښې نه درلودې او له همدې امله يې خپل دوېم ټېسټ په خپله وکړ، خو دوېم ټېسټ يې منفي راغلى دى.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي، چې د کورونا ويروس د ټېسټ مثبت راوتلو وروسته يې يو ځل بيا خپل او د خپلې کورنۍ د کورونا ويروس ټېسټونه وکړل، خو پايله يې منفي راووتله.

هغه د خپل دوېم ټېسټ عکس هم په ټويټر کې خپور کړى دى.


د پاکستان کرکټ بورډ له خبرپاڼې وروسته محمد حفيظ په خپل ټويټر کې ليکلي و، چې هغه هېڅ د کورونا نښې نه لري، خو د ټېسټ مثبت راوتلو سره سم يې ځان کرنټين کړى دى.

په نورو لوبغاړو کې چې د کورونا ويروس ټېسټونه يې مثبت راوتلي و، په هغوى کې فخر زمان، عمران خان، کاشف بهټي، محمد حسنېن، محمد رضوان، وهاب رياض، شاداب خان، حېدر علي او حارث روف شامل دي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د جون په ٢٨مه نېټه انګلستان ته ځي، چې انګلستان ته له رسېدو سره سم به يې هلته نور ټېسټونه هم وشي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان همدا راز ويلي دي، چې هغه لوبغاړي چې د کورونا ويروس ټېسټونه يې مثبت راوتلي دي، د کرنټين مودې له پوره کېدو وروسته به يې دوه ټېسټونه کېږي او که دواړه يې منفي راووتل، نو هغوى به هم انګلستان ته ولېږل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …