کورپاڼه / خبرونه / بنګله دېش هم له سريلانکا سره خپلې سيالۍ لغوه کړې
بنګله دېش او سريلانکا

بنګله دېش هم له سريلانکا سره خپلې سيالۍ لغوه کړې

د نيوزيلېنډ له لوري د بنګله دېش سره د سياليو لغوه کولو يوه ورځ وروسته بنګله دېش هم د سريلانکا سره راتلونکې سيالۍ د کورونا ويروس له امله لغوه اعلان کړې.

د بنګله دېش او سريلانکا لوبډلو ترمنځ په جولاى او اګست مياشتو کې پلان شوى و چې درې ټېسټ سيالۍ به ترسره کړي، خو د بنګله دېش کرکټ بورډ تازه دغه سيالۍ لغوه کړې.

د بنګله دېش کرکټ په دې اړه د سريلانکا کرکټ بورډ ته پېغام استولى دى او ورته يې ويلي دي، چې د کورونا ويروس له امله اوسمهال دوى دغه سياليو ته چمتووالى نه لري.

بنګله دېش کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې له ١٠٠ زرو څخه پورته شوې دي او همدا راز درې لوبغاړي مشرفي مرتضى، نظم الاسلام او پخوانى لوبغاړى نفيس اقبال هم په کورونا ويروس ناروغۍ ا خته شوي دي.

دا د بنګله دېش پنځمه لوبلړۍ ده چې د کورونا له امله لغوه کېږي، په اپريل مياشت کې له پاکستان سره ټېسټ لوبه چې په کراچۍ کې ترسره کېده لغوه شوه، د برېتانيې او ايرلېنډ سفر چې په مۍ کې کېدونکى و لغوه شو، همدا راز د اسټراليا لوبډله په جون او د نيوزيلېنډ لوبډله په اګست او سپتمبر کې بنګله دېش ته ورتلونکې وه، خو د کورونا له امله يې خپل سفرونه لغوه کړل.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د هند کرکټ بورډ هم له سريلانکا سره خپلې سيالۍ د کورونا له امله لغوه کړې، همدا راز د کورونا ويروس د نړيوالې وبا د اعلان پر مهال د انګلستان لوبډله سريلانکا ته په سفر تللې وه، خو تمريناتي لوبه يې په نيمايي کې پرېښوده او بېرته خپل هېواد ته ستانه شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …