کورپاڼه / خبرونه / ګلبدين: د کابل پرمختګ راته د ښه راتلونکي هيله راکوي
ګلبدين نايب

ګلبدين: د کابل پرمختګ راته د ښه راتلونکي هيله راکوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر ګلبدين نايب وايي، چې د کابل د پرمختګ په ليدو ډېر ارامېږم او ښه راتلونکي ته مې هيله ډېرېږي.

ګلبدين نايب چې اوسمهال په کابل کې يو مياشتيني تمريناتي کمپ کې په تمريناتو بوخت دى، په خپل ټويټر کې يو عکس خپور کړى دى، چې د کابل ښار ترې ليدل کېږي.

نوموړي له دغه عکس سره ليکلي دي، چې د کابل ښار د پرمختګ په ليدو ډېر ارامه وي او همدا راز ښه راتلونکي ته هيله من کېږي.


ګلبدين نايب چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه مخکې د ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى و، د نړيوال جام څخه وروسته بېرته له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځاى يې راشد خان لوبډلمشر وټاکل شو، خو وروسته بيا راشد خان ليرې او پر ځاى يې پخوانى لوبډلمشر اصغر افغان د دويم ځل لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.

ګلبدين نايب اوس د هغه ٢٤ کسيزه تمريناتي کمپ برخه دى، چې ١٩ ورځې مخکې په کابل کې پيل شوى دى او يوه مياشت به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ په وېنا، دا کمپ يې د راتلونکو سياليو، لکه اسيا جام او نړيوال جام د چمتووالي په موخه پيل کړى دى، تر څو د لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه او تکړښت باندې کار وشي.

همدا راز د دغه تمريناتي کمپ پر مهال د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان په يوه ويډيو کې، چې د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه خپره شوې وه، ويلي و چې که دا ځلې لوبغاړي ښه ولوبېږي، نو دوى کولاى شي چې اسيا جام وګټي.

ياده دې وي چې ٢٩ کلن ګلبدين نايب د افغانستان لپاره ٦٥ نړيوالې يو ورځنۍ او ٤٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، هغه په يو ورځنيو لوبو کې ١٠٤١ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز ٥٩ لوبغاړي يې هم سوځولي دي. په شل اوريزو کې بيا نوموړي ٤٩٥ منډې کړي دي او ١٧ لوبغاړي يې سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …