کورپاڼه / خبرونه / ناهيده خان: په نارينه و کې د بابر اعظم اوټ کولو ارمان لرم
ناهيده خان او بابر اعظم

ناهيده خان: په نارينه و کې د بابر اعظم اوټ کولو ارمان لرم

د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې ناهيده خان وايي، چې په نارينه و کې يې د بابر اعظم د اوټ کولو ارمان دى.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د ښځينه ملي لوبډلې توپ اچوونکې ناهيده خان وايي، که چېرته د نارينه و په لوبو کې ولوبېږي، نو ارمان يې دى چې بابر اعظم اوټ کړي.

هغې د پاکستان ملي لوبډلې د نامتو توپوهونکي بابر اعظم د توپوهنې هم ستاينه وکړه او وې ويل چې د هغه کور ډرايو او پول شاټونه يې ډېر خوښېږي.

ناهيده خان همدا راز وويل، چې د کورونا ويروس نړيوالې وبا له امله اوس کرکټ ډېر بدل شوى دى، بس يوازې هيله مو دې ته ده چې ژر تر ژره کرکټ پيل شي.

هغې همدا راز د پاکستان د يوې بلې لوبغاړې کاينات امتياز په اړه وويل، چې هغه له هرې لوبې مخکې مېک اپ يا ارايش کوي او بيا مېدان ته کوزېږي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس نړيوالې وبا له امله د پاکستان ښځينه لوبډلې لوبغاړې هم په کورونو کې تمرينات ترسره کوي.

د يادولو وړ ده چې پاکستان له انګلستان سره د سياليو لپاره ٢٩ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده، خو په دغه ٢٩ لوبغاړو کې د ١٠ لوبغاړو د کورونا ويروس ټېسټونه مثبت راوتلي دي او ياد ټول لوبغاړي کرنټين شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د اجراييوي رييس وسيم خان په وېنا، ټاکل شوې ده چې دا لوبغاړي د جون په ٢٨مه نېټه انګلستان ته لاړ شي، خو هغه لوبغاړي چې د کورونا ويروس ټېسټونه يې مثبت راوتلي دي، هغوى به کرنټين وي او له رغېدو وروسته به انګلستان ته ولېږل شي، تر څو هلته له لوبډلې سره يو ځاى شي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …