کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړى استعفا ورکوي
کريم صادق او نور

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړى استعفا ورکوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو هغه لوبغاړى چې د افغانستان په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ګډون کړى و، غواړي چې له کرکټ څخه استعفا ورکړي.

دا خبره د بي بي سي پښتو ايډيټر او ليکوال اېمل پسرلي په خپل يو پوسټ کې کړې ده، خو هغه د لوبغاړي نوم نه دى اخيستى.

اېمل پسرلي ليکلي دي، چې د افغانستان د کرکټ يو ستورى تقاعد کوي او وايي غواړي ځوانانو ته لار پرانيزي، چې په ملي لوبډله کې د لوبېدو موقع ومومي.

هغه ليکي، دغه ستورى يو له هغو لوبغاړو دى چې د افغانستان له لوري په لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه کې لوبېدلى و. نوم يې ځکه نه اخلم چې خپله يې لا ښکاره اعلان نه دى کړى، خو هيله مې دا ده ې ولس او بورډ يې ونازوي، د کړي خدمت ستاينه او قدر يې وکړي، چې نور تقاعد ته هيله من يا نږدې لوبغاړي هم په همدې پله پل کېږدي.

که د اېمل پسرلي خبرې ته وګورو، نو د افغانستان له لوري په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې نور علي ځدراڼ، کريم صادق، محمد نبي، نوروز منګل، اصغر افغان، رييس احمدزى، سميع الله شينوارى، هستي ګل عابد، خالق داد، حميد حسن او دولت احمدزي ګډون درلود.

له دې لوبغاړو څخه نوروز منګل، رييس احمدزي، هستي ګل عابد، خالق داد او دولت احمدزى هغه لوبغاړي چې ډېر وخت کېږي نړيوال کرکټ نه يې استعفا ورکړې ده.

همدا راز چټک توپ اچونکي حميد حسن بيا له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه د تېر کال نړيوال جام پر مهال استعفا ورکړه.

همدا راز اصغر افغان بيا اوس د ملي لوبډلې لوبډلمشر دى او محمد نبي د افغان لوبډلې يو له مهمو لوبغاړو څخه دى، پاتې شو نور علي ځدراڼ، سميع الله شينوارى او کريم صادق، نور علي ځدراڼ په تېره شپږيزه ليګ کې ښه ځلېدلى و او سميع الله شينواري بيا په نړيوال جام کې هم بده لوبه نه وه کړې، نو په ډېر احتمال سره دا خبره کېداى شي، چې اېمل پسرلى چې د کوم لوبغاړي د استعفا په اړه وايي، هغه به کريم صادق وي.

کريم صادق د افغانستان لپاره خپله وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ٢٠١٨ کال کې ترسره کړې ده او له هغه وروسته نوموړي ته په کومه لوبه کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.

٣٦ کلن کريم صادق چې يو مهال د ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى و، د افغانستان لپاره ٢٤ نړيوالې يو ورځنۍ او ٣٦ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

هغه په ٢٣.٧٥ اوسط سره په يو ورځنيو لوبو کې ٤٧٥ او په ١٤.٩٤ اوسط سره په شل اوريزو لوبو کې ٥٣٨ منډې کړې دي. همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې زياتې منډې ١١٤ ناسوځېدلې دي او په شل اوريزو کې يې ٧٢ زياتې منډې دي.

نوموړي په توپ اچونه کې بيا په يو ورځنيو لوبو کې ٦ او په شل اوريزو لوبو کې ١٤ لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …