د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، چې هيله مند دى چې کرکټ يو ځل بيا د هېوادوالو جوش او ځوږ راويښ کړي.
نسيم دانش چې څو کلونه مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس و، په خپل يو تازه پوسټ کې له ملي لوبغاړي محمد نبي سره د ٢٠١٠ کال يو عکس خپور کړى دى.
نوموړي له دغه عکس سره ليکلي دي: ((کرکټ مو ډېر کار او زيار ته اړتيا لرله، موږ او اتلانو په شريکه خواري وکړه او ورځ تر بلې مو د بريا پړاوونه طى کړل.))
هغه مخکې ليکي: ((داسې شېبې راغلې چې زموږ اتلانو د کرکټ نړۍ اتل او پياوړي ټيمونه مات کړل، هېواد وياړونه وګټل او هېوادوالو د خوښۍ ګڼ جشنونه ونمانځل.))
نسيم الله دانش هيله ښکاره کړې ده چې کرکټ به يو ځل بيا د هېوادوالو جوش راويښ کړي، هغه ليکي: ((زه هيله مند يم چې زموږ کرکټ يو ځل بيا د هېوادوالو جوش او ځوږ راويښ کړي. زموږ اتلان د نړۍ له پياوړو لوبډلو سره د لوبو او لويو برياوو د راوړلو وړتيا لري.))
د يادولو وړ ده چې د نسيم الله دانش د رياست پر مهال ځينو لوبغاړو په ټولنيزو رسنيو کې پر هغه تورونه پورې کړل چې له لوبغاړو سره د مور او مېرې چلند کوي او ځينو لوبغاړو ته په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه ورکوي.
له هغه وروسته نسيم الله دانش له کرکټ بورډ ليرې او پر ځاى يې شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ نوى عمومي رييس وټاکل شو، خو له هغه وروسته عزيزالله فضلي او اوس د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى دى.
په نړيوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې په ټولو لوبو کې د ماتې خوړلو او له هغه وروسته د لوبغاړو پر يو بل تورونه لګول، هغه څه و چې د کرکټ سره يې د افغانانو مينه يو څه کمرنګې کړه.