کورپاڼه / خبرونه / د سنګاکارا پر ځاى په لومړي ځل د MCC مشره يوه ښځه وټاکل شوه
کلير کونر

د سنګاکارا پر ځاى په لومړي ځل د MCC مشره يوه ښځه وټاکل شوه

د انګلستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره کلير کونر د تاريخي ميريلبورن کرکټ کلب (MCC) لومړنۍ ښځينه مشره وټاکل شوه.

د برېتانوي رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان او ويلز د کرکټ بورډ د ښځو د کرکټ ډايريکټره کلير کونر به نوې دنده د ٢٠٢١ کال په اکتوبر مياشت کې پيل کړي.

کلير کونر به د سريلانکا د پخواني مخکښ توپوهونکي او لوبډلمشر کمار سنګاکارا پر ځاى د اېم سي سي د مشرې په توګه دنده پيل کړي. هغه وايي چې د اېم سي سي مشره ټاکل د هغې لپاره د ډېر درناوي خبره ده.

کلير کونر وايي، کرکټ مې له مخکې ژوند ډېر ښه کړى دى او اوس راته ډېر درناوى هم راکول کېږي.

د يادولو ده چې اېم سي سي شاوخوا ١٨ زره غړي لري او په لومړي ځل په ٢٠١٨ کال کې په دې کې ښځو ته هم د غړيتوب برخه ورکړل شوه.

د اېم سي سي مرکز په تاريخي لوبغالي لارډز کې دى او دا اداره د کرکټ د قانون مشري هم کوي.

کلير کونر وايي، چې کله ٩ کلنه وم نو په لومړي ځل مې د لارډز لوبغالي څخه ليدنه کړې وه، خو هغه ښځو ته اجازه نه وه چې د لارډز له ډېرو برخو څخه ليدنه وکړي، خو اوس وخت بدل شوى دى.

هغه زياتوي، اوس ما دا موقع ترلاسه کړې ده چې د اېم سي سي د لا پرمختګ لپاره کار وکړم، دا د کرکټ يو اثر لرونکى کلب دى او لوبو کې لا نوښت راولي.

د انګلستان د ښځينه لوبډلې پخوانۍ الراونډره کلير کونر د انګلستان په هغه لوبه کې د لوبډلې مشري کوله چې په ٤٢ کلونو کې يې په لومړي ځل د ښځو ايشز سيالۍ وګټلې.

ياده دې وي چې د سريلانکا پخواني لوبډلمشر کمار سنګاکارا د ٢٠١٩ کال په اکتوبر کې د اېم سي سي د مشر په توګه دنده پيل کړې وه او د کورونا له امله د يو کال لپاره نور هم هغه ته وړانديز شوى دى چې د دې کلب مشر پاتې شي.

سنګاکارا وايي، زه ډېر خوشحاله يم چې کلير کونر د اېم سي سي د راتلونکې مشرې په توګه ټاکل شوې ده. هغه زياتوي، د دې کلب رول په کرکټ کې ډېر مهم دى او زه هيله لرم چې نوموړې به د اېم سي سي لپاره ډېر کارونه ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په …