کورپاڼه / خبرونه / هند: پاکستان دې ٢٠٢١ کې د PSL پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، سږکال دې نه کېږي
پاکستان سوپر ليګ او اسيا جام

هند: پاکستان دې ٢٠٢١ کې د PSL پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، سږکال دې نه کېږي

د هند کرکټ بورډ BCCI يو غړي ويلي دي چې پاکستان دې په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې د پاکستان سوپر ليګ پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، سږکال دې اسيا جام نه ترسره کوي، ځکه موږ پکې ګډون نه شو کولى.

د پاکستان يوې رسنۍ په خپل راپور کې ليکلي دي، چې د هند کرکټ بورډ يو غړي ويلي دي چې سږکال د اسيا جام ترسره کېدو لپاره وخت نشته دى، پاکستان کرکټ بورډ دې په راتلونکي کال کې د پاکستان سوپر ليګ PSL پر ځاى اسيا جام ترسره کړي.

د اى اې اېن اېس سره په خپلو خبرو کې د هند کرکټ بورډ يو غړى وايي، چې د هند کرکټ ملي لوبډله سږکال د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې د اسيا جام لپاره نه ده تياره.

نوموړي همدا راز زياته کړې ده، چې د پاکستان کرکټ بورډ اجراييه رييس وسيم خان چې د اسيا جام په تړاو څه ويلي دي، هغه خبرې موږ ته د منلو وړ نه دي او موږ نه شو کولى چې خپله لوبډله اسيا جام ته ولېږو.

نوموړى همدا راز وايي، چې که پاکستان کرکټ بورډ کولاى شي چې په ٢٠٢١ کال کې د پاکستان سوپر ليګ PSL سيالۍ لغوه کړي او د هغې پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، نو زموږ لوبډله به هم پکې ګډون وکړي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان ويلي دي، چې د روان کال اسيا جام به په خپل وخت ترسره کېږي. پاکستان د دې اسيا جام کوربه توب کوي، خو ويل کېږي چې دا اسيا جام به په سريلانکا يا هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

خو بل لوري ته د هند کرکټ بورډ په دې هڅه کې دى چې د اى پي ايل ترسره کولو لپاره په روان کال کې وخت پېدا کړي، نو د دې لپاره د هند کرکټ بورډ نه يوازې اسيا جام، بلکې غواړي چې نړيوال شل اوريز جام دې هم سږکال نه ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …