د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان محمد حفيظ ته غوسه شوى دى او هغه ته يې ويلي دي چې ولې دې د کورونا دوېم ټېسټ په ټويټر کې خپور کړ، ستا له لاسه پاکستان بدنامه شو.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ له لوري د لوبغاړو د کورونا ټېسټ څخه وروسته محمد حفيظ شخصي د کورونا ټېسټ وکړ او ټېسټ يې منفي راغى، چې هغه خپل دغه ټېسټ په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړ او دې کار د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر وسيم خان خپه کړ.
په راپور کې ويل شوي دي چې وسيم خان له محمد حفيظ سره اړيکې ونيولې او هغه ته يې وويل، چې د کورونا ټېسټ له خلکو سره شريکولو مخکې يې بايد کرکټ بورډ سره شريک کړى واى.
هغه همدا راز ورته وويل، ستا له لاسه د پاکستان د کورونا ټېسټونو په سيسټم شکونه راپېدا شو، ستا يو ټويټ پاکستان په ټوله نړۍ کې بدنامه کړ.
وسيم خان د محمد حفيظ په دغه کار باندې خپګان ښکاره کړ، چې محمد حفيظ په خپل دغه کار باندې بخښنه وغوښته.
په راپور کې ويل شوي دي چې د پاکستان کرکټ بورډ دا هر څه څېړي، همدا راز د پي سي بي نور غړي هم د محمد حفيظ په دغه کار ډېر خپه شوي دي.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د جون په ٢٨مه نېټه انګلستان ته ځي، چې له دې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ د ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه وکړل، چې د ١٠ لوبغاړو ټېسټونه مثبت راووتل.
پي سي بي وويل، چې ټول لوبغاړي يې کرنټين کړي دي او د کرنټين مودې تر پوره کېدو وروسته به يو ځل بيا د دوى ټېسټونه وکړي، خو محمد حفيظ په شخصي روغتون کې د کورونا ټېسټ وکړ او په دويمه ورځ يې ټېسټ منفي راغى، چې هغه په ټويټر باندې خپل دغه ټېسټ له خلکو سره شريک کړ.