کورپاڼه / مرکې / محمد شهزاد: شل اوريزو کې تکړه يو، اسيا جام کې به فاينل يا سيمي فاينل ته ځان رسوو
محمد شهزاد

محمد شهزاد: شل اوريزو کې تکړه يو، اسيا جام کې به فاينل يا سيمي فاينل ته ځان رسوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد وايي، چې افغان لوبډله په شل اوريزو لوبو کې تکړه ده او دوى به دا ځلې هڅه کوي چې په اسيا جام کې پايلوبې يا نيمه پايلوبې ته ځان ورسوي.

محمد شهزاد باندې په ٢٠١٩ کال نړيوال جام نه وروسته يو کلن بندېز لګېدلى و، خو ياد بندېز له وخت مخکې ختم شو او هغه له ملي لوبډلې سره بېرته يو ځاى شو.

نوموړى اوس مهال په کابل کې د ملي لوبډلې په ٢٤ لوبغاړو کې شامل دى، چې يو مياشتينى تمريناتي کمپ ترسره کوي او د راتلونکو لوبو لپاره ځان چمتو کوي.

د شمشاد خصوصي ټلويزيون له محمد شهزاد سره يوه ځانګړې مرکه کړې ده، چې موږ يې تاسې سره په ليکلې بڼه دلته شريکوو.

د کرکټ د پيل په اړه محمد شهزاد وايي، چې ډېر کوچنى و چې په کوڅو کې به يې د کرکټ لوبې کولې، خو په ٢٠٠٣ يا ٢٠٠٤ کال کې بيا د ١٦ کلنو او ١٥ کلنو لوبډلې جوړېدې، چې هغه هم پکې برخه واخيسته او په پېښور کې به دوى له کلبونو سره لوبې کولې، نو له هماغه ځايه يې کرکټ پيل کړى دى.

په ملي لوبډله کې د لوبېدو په اړه هغه وويل، دا د هر لوبغاړي خوب وي چې د خپل هېواد لپاره ولوبېږي، زما هم دا خوب و او په ٢٠٠٩ کال کې دا خوب پوره شو چې ما د افغانستان لپاره نړيواله لوبه ترسره کړم.

هغه زياتوي، کله چې لوبه وګټو نو ډېر خوشحالېږو، ځکه هر کله چې افغانستان بريا خپله کړه، نو هېوادوال ډېر خوشحالېږي او دا زموږ لپاره لويه خوشحالي ده.

د خپلې خوښې لوبغاړو په اړه نوموړي وويل، چې د هند پخوانى لوبډلمشر اېم اېس دهوني يې ډېر خوښېږي، ځکه هغه ډېر ښه اخلاق او انسانيت لري، هڅه کوي چې له هغه څخه يو څه زده کړي، ځکه هغه په مېدان کې ډېر ارامه وي. هغه وايي زه په خپله هم ويکټ ساتونکى يم، خو ډېر جذباتي يم، خو بيا هم هڅه کوم چې د هغه په څېر په سکون لوبه وکړم.

محمد شهزاد ١

همدا راز هغه وايي، چې د توپوهنې په برخه کې يې بيا اين بيل او د هند لوبډلې اوسنى لوبډلمشر ويراټ کوهلي هم ډېر خوښېږي.

په مېدان کې د لوبې پر مهال د احساساتو په تړاو محمد شهزاد وويل، چې موږ چې کله په مېدان کې يو، نو سونزې وي، ګرمي وي يا يخني وي، د بل ټيم لوبغاړى نه اوټ کېږي، نو کله چې يوه ويکټ واخلو نو حتماً ډېره خوشحالي کوو، احساساتو کې راځو او له دې سره مو مينه وال هم خوشحالېږي.

پر نوموړي لګېدلى يو کلن بندېز پاى ته رسېدو په اړه هغه وويل، چې ډېر خوشحاله يم چې يو کلن بندېز مې ختم شو او بېرته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شوم. هغه د کپتان اصغر افغان او د کرکټ بورډ مشرانو نه مننه وکړه، چې د هغه بندېز يې څو مياشتې مخکې ختم کړ او هغه ته يې دا چانس برابر کړ چې راتلونکو جامونو ته ځان چمتو کړي.

هغه د کورونا په تړاو وويل، چې خداى دې وکړي چې دا کورونا ختمه شي، دوى بېرته مېدانونو ته راشي او يو ځل بيا لوبې وکړي.

په کابل کې د يو مياشتيني تمريناتي کمپ په اړه محمد شهزاد وايي، دا کمپ ډېر ګټور دى، ځکه موږ به په کورونو کې تمرينات کول، خو هغه څه چې په مېدان کې ترسره کېږي، هغه مو نه شو کولاى، يو لوبغاړي ته پکار دي چې هغه په مېدان کې تمرينات وکړي. هغه همدا راز د تمريناتي کمپ له امله له مشرانو مننه هم وکړه چې په داسې حالاتو کې يې دا کمپ راجوړ کړ.

هغه وويل، موږ دلته د تمريناتو پر مهال احتياطي تدابير عملي کوو، دلته ډاکټران شته دي چې زموږ تبه ګوري، بيا لاسونه وينځو، ټولنيز واټن ساتو او همدا راز دلته موږ په هره برخه باندې کار کوو، تکړه روزونکي راسره شته چې ډېره خواري راسره کوي تر څو نړيوالو لوبو ته تيار شو.

هغه وويل چې د يو کلن بندېز پر مهال کرکټ بورډ ته هم راغلى وم، خو چون کرکټ بورډ ته په ورتګ يې هم بندېز و، نو په نورو ځايونو کې به يې څه نا څه تمرينات ترسره کول.

محمد شهزاد ٥

د راتلونکي اسيا جام په تړاو محمد شهزاد وويل، چې موږ ورته سل په سله چمتو يو، لوبغاړي ورته تيارى نيسي. هغه وايي درې مياشتې وروسته تمرين ته راغلي يو، په پيل کې يو څه سخت و، خو اوس لوبغاړي ټول چمتو شوي دي او ټول اسيا جام ته اماده دي او کوشش به مو دا وي چې ښه پايله ورکړو.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې اسيا جام کې به تر کوم ځاى پورې لاړ شئ؟ وويل چې دا هېڅوک نه شي ويلى چې کوم ځاى ته به ورسېږي، خو په وېنا يې چې دوى سل په سله چمتو دي او د خپلو هېوادوالو لپاره ١١٠ سلنه خواري کوي. هغه وايي چې زموږ ځوان لوبغاړي تکړه دي، موږ په شل اوريزو سياليو کې تکړه يو، توپوهنه، ډګر ساتنه او توپ اچونه هر څه باندې مو خواري شوې ده او هڅه به مو دا وي چې پايلوبې يا نيمه پايلوبې ته ځان ورسوو.

د خپل زيات وزن په تړاو محمد شهزاد وويل، چې خلک دې په دې اړه فکر نه کوي، ځکه زه له تېرو لسو کلونو راهيسې همداسې يم. هغه وايي، بيا هم هڅه کوم چې وزن کم کړم، مخکې مې ٧ کيلو وزن کم کړى و، خو د ګرځبندېز پر مهال مې بېرته دوه کيلو وزن زيات شو، نو د دې تمريناتي کمپ د ختمېدو پورې به بېرته خپل حالت ته راغلى يم.

هغه همدا راز د خوراکونو په تړاو وويل، چې په ځان سختې تېروو، هغه خوراکونه چې موږ ته تاوان رسوي، هغه مو کم کړي دي، دلته زموږ لپاره مينيو جوړه شوې ده او هماغه خواړه خورو.

محمد شهزاد ٤

هغه وويل، چې وريژې، بار بي کيو او شينواري کباب يې ډېر خوښېږي، خو په دې ورځو کې ترې ځان ساتي، ځکه راروانې لوبې ورته ډېرې مهمې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر څه وخته پورې به نور کرکټ کوي؟ محمد شهزاد وويل چې هڅه يې دا ده چې درې يا څلور کلونه نور هم کرکټ وکړي. خو هغه وويل چې دا هېڅوک نه شي ويلى چې څومره وخت پورې به کرکټ کوي، ځکه کله نا کله داسې وخت هم راځي چې لوبغاړى داسې ټپي شي چې بيا هېڅ کرکټ نه شي کولاى.

نوموړي زياته کړه، تر هغې به کرکټ کوم تر څو چې مې کولاى شو، که کله راته معلومه شوه چې نور کرکټ نه شم کولاى يا په لوبډله بوج يم، نو په خپله به له لوبډلې لاړ شم، کپتان ته به ووايم چې که زما لپاره کومه بله دنده وي خو سهي، ګني خپل کور ته به ترې ځم.

د دې خبرې په ځواب کې چې مخکې د افغان لوبډلې توپوهنه ښه وه، خو اوس توپ اچونه ښه ده، محمد شهزاد وويل چې زموږ توپوهنه له مخکې قوي وه، خو کله چې راشد، مجيب، قېس او ظاهر راغلل نو زموږ سپين توپ اچونه هم ډېره ښه شوه، خو زموږ توپوهنه کمزورې نه ده.

هغه وويل، کله چې توپ اچونکي ښه لوبه ونه کړي او ډېرې منډې ترې لاړې شي، نو موږ ورته وايو چې خېر دى، دا ځلې به موږ لوبه وګټو، خو که کله موږ توپوهنه ښه ونکړو او ډېرې منډې جوړې نه کړو، نو بيا توپ اچونکو ته وايو چې اوس دا لوبه تاسې وګټئ. هغه وايي موږ ټول د يو بل په ملاتړ مخکې روان يو، خو په شل اوريزو سياليو کې زموږ لوبډله بيا ډېره قوي ده او بېلنس يې هم جوړ دى.

د ٢٠١٩ نړيوال جام په تړاو محمد شهزاد وويل، چې د انګلستان کنډيشن ډېر سخت و، ځکه هلته د اسيا ډېر توپوهونکي هڅه کوي چې ځان جوړ کړي، خو اوس موږ د رحمان الله ګربز په څېر ځوان لوبغاړي لرو، چې هغه هم ښه ويکټ ساتونکى او توپوهونکى دى، همدا راز نور ځوان لوبغاړي هم شته دي چې سينئير لوبغاړي به ورسره خپلې تجربې شريکوي او مخکې به ځي.

محمد شهزاد ٢

د دې پوښتنې په ځواب کې، که چېرته استعفا ورکړي نو ځاى به يې څوک ډک کړي؟ محمد شهزاد وويل چې ډېر تکړه ځوان لوبغاړي شته، رحمان الله ګربز ډېر ښه ويکټ ساتونکى او توپوهونکى دى، چې زما ځاى نيولى شي.

هغه همدا راز دا هم وويل، چې که کپتان وغواړي چې موږ دواړه په يوه لوبه کې ولوبېږو، نو بالکل لوبېدلى شو، ځکه چې رحمان الله ګربز د ښه توپوهونکي او ويکټ ساتونکي تر څنګ ښه ډګر ساتنه هم کوي. هغه وايي په افغانستان غوره ليګ کې موږ دواړه په پکتيا لوبډله کې و او دواړو به لوبه هم کوله، ما به ويکټ ساتنه کوله او هغه به ډګر ساتنه کوله.

نوموړي زياته کړه، چې په ليسټ اې سياليو کې بيا زه او اکرام عليخېل په يوه لوبډله کې و او دواړو به يو ځاى لوبه هم ترسره کوله.

د پلار د ورځې په اړه محمد شهزاد وويل چې پلار ورسره ډېرې خوارۍ کړې دي او هڅه يې کوله چې زه مکتب ووايم او له کرکټ مې منع کړي، هغه وايي اوس يې پلار نشته او ډېر يې يادېږي.

د خپلې کورنۍ په تړاو محمد شهزاد وويل چې درې بچي لري چې دوه يې زامن او يوه يې لور ده، همدا راز يوه مېرمن يې ده او دويم واده ته هېڅ اراده نه لري.

د فلمونو په اړه هغه وويل چې ډېر يې شوقي نه دى، خو کله چې کوم ليرې هېواد ته ځي او الوتکه کې يې سفر اوږد وي، نو بيا هڅه کوي چې فلمونه وګوري. هغه وايي په اوسنيو هندي اداکارانو کې يې رنوير سينګ او اجى دېوګن ډېر خوښېږي، همدا راز وايي په ښځينه اداکارانو کې يې بيا شردا کپور او مادوري ډيکشټ خوښېږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تل خندوونکې ويډيوګانې جوړوي، نو محمد شهزاد وويل چې افغانستان کې خوشحالۍ کمې دي او هڅه يې دا وي چې خپل ځان او هېوادوال خوشحاله کړي.

محمد شهزاد ٣

د جالبو خاطرو په تړاو بيا هغه د ايرلېنډ يوه خاطره وويله، هغه وويل کريم صادق او يو بل لوبغاړى ورسره و، دوى يو ځاى ته روان، په لاره کې يې ماشومان وليدل چې د هغوى سره په لاس کې هګۍ وې، خو دوى نه وې ليدلې، هغه وايي کريم صادق پرې غږ وکړ او هغه هلکانو په هګيو وويشت، چې بيا ترې ډېر بوى تللو. شهزاد وايي، چې بېرته راتللو نو کريم صادق له ځان سره هګۍ راواخيستې او په هغه هلکانو مو وارونه وکړل، خو هغوى رانه بچ شو.

محمد شهزاد وايي چې تل يې هڅه دا وي چې مينه يې خپه نه شي، ځکه همدا مينه وال دي چې دوى يې په دعاګانو دې ځاى ته رارسېدلي دي، خو کله کله داسې وي چې توپوهنې ته روان وي يا له توپوهنې راروان وي او سخته ګرمي وي، نو په داسې وخت کې بيا خلک د عکسونو غوښتنه کوي چې دوى ته يو څه ګرانه شي.

هغه وايي چې کوچنى اختر يې په کور کې تېر کړو، ځکه کرنټين و او بل څه نه کېدل نو اختر يې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى تېر کړ.

د شپږيزې ليګ په اړه محمد شهزاد وويل چې دا ځوانو لوبغاړو ته ډېره ګټه لري، ځکه ډېر ځوان لوبغاړي له همدې شپږيزې څخه راووځي. هغه وويل چې په کپتان اصغر افغان کې دا يو ښه کار دى چې ځوان لوبغاړى وويني چې تکړه دى، نو دې ته نه ګوري چې د کوم ځاى دى، خو ملي لوبډلې ته يې راولي.

هغه په خپل پېغام کې له خلکو غوښتنه وکړه، چې په بچو دې زده کړې وکړي، ورزشي لوبې دې پرې وکړي، ښه اخلاق دې ورزده کړي او تر ټولو لويه دا چې د کورونا په دې اوسني حالت کې دې د خپل ګاونډ له غريبانو سره مرستې وکړي، خو په ټولنيزو رسنيو کې دې يې نه خپروي، هغه وايي په خپله يې هم له خلکو سره مرستې کړې دي خو څوک يې نه دي خبر کړي.

Loading...