کورپاڼه / خبرونه / نيوزيلېنډ د ٤ لوبډلو کوربه توب ته هيله من دى
نيوزيلېنډ

نيوزيلېنډ د ٤ لوبډلو کوربه توب ته هيله من دى

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ غواړي چې له نومبر مياشتې وروسته د ٤ هېوادونو د لوبډلو کوربه توب وکړي او په خپل هېواد کې ورسره لوبلړۍ ترسره کړي.

د نيوزيلېنډي رسنيو د راپورونو په وېنا، د دغه لوبلړيو په اړه به رسمي اعلان د اى سي سي (کرکټ نړيوالې شورا) د ١٧ جولاى له ناستې وروسته وشي.

ويل کېږي اسټراليا، ويسټ انډيز، بنګله دېش او پاکستان لوبډلې به د نيوزيلېنډ سفر وکړي او هلته به له نيوزيلېنډۍ لوبډلې سره لوبلړۍ ترسره کړي.

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډيويډ وايټ په دې اړه ويلي دي، چې دوى هيله من دي چې کرکټ په نيوزيلېنډ کې ژر پيل شي، هغه وايي د ټولو هېوادونو د کرکټ بورډونو له مشرانو سره يې خبرې کړې دي.

ډيويډ وايټ همدا راز دا هم ويلي دي، چې د ويسټ انډيز او پاکستان له لوبډلو سره به د ٢-٢ ټېسټ لوبو لوبلړۍ ترسره شي او همدا راز د لږو اورونو سيالۍ به هم ترسره کړي.

خو په راپورونو کې ويل شوي دي چې د يادو لوبلړيو په اړه به په رسمي ډول ژر اعلان وشي، چې څومره سيالۍ به له کومې کومې لوبډلې سره ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سيالۍ ځنډېدلي دي، خو اوس د ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته په سفر تللې ده، چې هلته به د انګلستان لوبډلې سره د جولاى په اتمه د ٣ ټېسټ سياليو لوبلړۍ پيل کړي.

همدا راز نړيوال شل اوريز جام په تړاو بيا تر دې مهاله پورې اى سي سي پرېکړه نه ده کړې چې ايا ترسره به شي او که نه، د دغه جام په اړه به د اى سي سي وروستۍ پرېکړه په راتلونکې غونډه کې وشي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي او حسن عيسى خېل

د محمد نبي د زوي کارنامه؛ چټکه سليزه يې ووهله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي، چې په نړيوالو شل اوريزو …