کورپاڼه / ليکنې / د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى
ان انډين

د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى

د کرکټ ډېرو لوبغاړو په فلمونو کې کار کړى دى، خو دلته د شپږ هغه لوبغاړو په اړه معلومات شريکوو، چې هغوى په فلمونو کې مرکزي رولونه ترسره کړي دي. کريک انفو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده، چې موږ يې هم لنډيز له تاسې سره شريکوو.

بريټ لي (ان انډين)

د اسټراليا مخکښ پخواني توپ اچونکي بريټ چې کله له کرکټ څخه استعفا ورکړه، نو له هغه څو کاله وروسته يې په يو فلم کې هم کار وکړ. نوموړي له دې مخکې هم په يوه ميوزيک ويډيو کې کار کړى و.

دغه کومېډي او د مينې کيسې باندې جوړ فلم په ٢٠١٥ کال کې جوړ شوى دى، چې يوه هندۍ الاصله اسټراليايۍ چې طلاقه شوې ده، غواړي يو بل هندى الاصله اسټراليايي سړى پېدا او ورسره واده وکړي، چې وروسته بيا له بريټ لي سره ويني او دواړه له يو بل سره مينه کوي.

ان انډين

محسن خان (ساتهي)

د پاکستان پخوانى پيليز توپوهونکى محسن خان چې ١٥ کاله کرکټ يې کړى و او ٤٨ ټېسټ لوبو کې يې ګډون کړى و، هغه په ٢٠١٠ کال کې د غوراوي کمېټې مشر هم ټاکل شوى و او د پاکستان ملي لوبډلې روزونکى هم پاتې شوى.

محسن خان په ١٩٨٣ کال کې له يوې هندي اداکارې رينا راى سره واده وکړ او په ١٩٩١ کال کې يې بيا د مهېش بټ په ساتهي فلم کې کار هم وکړ. هغه مهال دغه فلم ٩٠.٥ ميليونه هندي روپۍ ګټلې وه چې شاوخوا ١.٣ ميليونه ډالر کېږي.

محسن خان او رينا راى

اجى جډيجا (کهيل)

د هند د ميډل ارډر توپوهونکى اجى جډيجا چې پنځه کاله بندېز پرې ولګېد، نو له هغه وروسته نوموړي فلمونو ته مخه کړه او د نوموتي هندي ستورو سنيل شيټي او سني ديول سره په ګډ يو فلم (کهيل) کې يې کار وکړ.

دغه فلم په ٢٠٠٣ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و.

سني ديول او اجى جډيجا

وينود کمبلي (انارت)

د هند د ميډل ارډر يو بل توپوهونکي وينود کمبلي هم له کرکټ وروسته په هندي فلمونو کې خپله دلچسپي ښکاره کړه. هغه په ٢٠٠٢ کال کې په انارت فلم کې کار وکړ، چې په دغه فلم کې سنجى دت او سنيل شيټي مرکزي رولونه لوبولي و.

په دغه فلم کې وينود کمبلي د يوې مافيا ډلې غړى و.

وينود کمبلي

سنديپ پټېل او سيد کرماني (کبهي اجنبي تهى)

د ١٩٨٣ نړيوال جام څخه وروسته هندي سينما هم کرکټ ته پام زيات کړ، ځکه دغه نړيوال جام په لومړي ځل هند په خپل نوم کړى و. د هندي فلمونو جوړونکي ويجى سينګ د هند کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي چې د نړيوال جام ګټونکې لوبډله کې شامل و، دواړه په يو فلم کې واخيستل.

سنديپ پټېل او سيد کرماني په ١٩٨٥ کال کې په (کبهي اجنبي تهى) فلم کې کار وکړ چې دا د مينې په کيسه جوړ فلم و. سنديپ په دغه فلم کې د يو کرکټر مرکزي رول ولوباوه، همدا راز کرماني بيا د مافيا مشر رول لوبولى و.

د يادولو وړ ده چې د ١٩٨٣ نړيوال جام باندې په هندي سينما کې فلم جوړېږي چې (٨٣) نوم ورکړل شوى دى او رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون پکې مرکزي رولونه لوبوي.

Loading...