کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نور احمد، نوين الحق او رحمان الله ګربز په لومړي ځل CPL کې واخيستل شو
نوين الحق، رحمان الله ګربز او نور احمد

نور احمد، نوين الحق او رحمان الله ګربز په لومړي ځل CPL کې واخيستل شو

د ويسټ انډيز په تجارتي سياليو کارابين پريمئير ليګ CPL کې تر دې مهاله پورې ٦ افغان لوبغاړي اخيستل شوي دي، چې درې لوبغاړي به په دغه سياليو کې په لومړي ځل ولوبېږي.

د ځينو راپورونو په وېنا، په کارابين پريمئير ليګ کې تر دې مهاله پورې راشد خان، محمد نبي، قېس احمد، نوين الحق، رحمان الله ګربز او نور احمد اخيستل شوي دي.

نوين الحق، رحمان الله ګربز او نور احمد بيا هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل به په کارابين پريمئير ليګ سياليو کې ولوبېږي، همدا راز راشد خان، محمد نبي، قېس احمد او ظاهر خان بيا هغه لوبغاړي دي چې له دې مخکې هم په دغه سياليو کې لوبېدلي دي.

ظاهر خان چې د ٢٠١٩ کال په اى پي ايل سياليو کې اخيستل شوى و، خو نوموړى د خپلو ټپونو له امله بېرته هېواد ته راستون شو او هېڅ سيالي يې ترسره نه کړه.

همدا راز نور احمد ته بيا سږکال ډېرې هيلې وې چې په اى پي ايل کې به واخيستل شي، خو هېڅ لوبډلې وانه خيست.

څو ورځې وړاندې کريک انفو وېبپاڼې بيا يوه ليکنه خپره کړې وه، چې پکې د راتلونکو ١٠ کلونو ځلېدونکو ٢٠ لوبغاړو ليسټ يې جوړ کړى و، په دغه ليسټ کې د افغانستان نور احمد، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ او قېس احمد هم شامل و، چې د کريک انفو په وېنا، دا لوبغاړي به په راتلونکو لس کلونو کې ډېر وځلېږي.

د يادولو وړ ده چې د ويسټ انډيز تجارتي ليګ کارابين پريمئير ليګ د روان کال د اګست په ١٨مه نېټه پيلېږي او د ستمبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دغه سياليو کې ٦ لوبډلې ګډون لري چې ټولې به ٣٤ لوبې پکې ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

جوفرا ارچر

اى پي ايل: د جوفرا ارچر Unbelievable کېچ + ويډيو

په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېدونکي جوفرا ارچر په نننۍ …