کورپاڼه / خبرونه / مارک ووډ: هر څه ډېر عجيبه ښکاري، لکه کوم ساينس فيکشن فلم
مارک ووډ

مارک ووډ: هر څه ډېر عجيبه ښکاري، لکه کوم ساينس فيکشن فلم

د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې د ٣ ټېسټ سياليو لپاره د انګلستان لوبډلې هم تمرينات پيل کړي دي او د انګلستان لوبډلې توپ اچونکى مارک ووډ د تمريناتو په اړه وايي، چې ډېر عجيبه راته ښکاري، ځکه داسې ښکاري لکه يو ساينس فيکشن فلم چې ګورو.

د کورونا ويروس نړيوالې وبا په دې حالت کې د انګلستان او ويلز کرکټ بورډ د تمريناتو لپاره ٣٠ لوبغاړي انتنخاب کړي دي، چې د ټولو احتياطي تدابيرو سره تمرينات کوي، د انګلستان او ويسټ انډيز ټېسټ لوبه به د کورونا له امله د ځنډېدلو سياليو وروسته لومړۍ لوبه وي چې په لوبغالي کې به ترسره شي.

د دواړو لوبډلو تمرينات او لوبې به د اى سي سي د نوو لارښوونو سره سم ترسره کېږي تر څو د کورونا ويروس مخنيوى وشي، همدا راز دا لوبې په داسې لوبغالو کې ترسره کېږي چې د کورونا د مخنيوي لپاره پکې پوره تيارى نيول شوى دى او د لوبو پر مهال به لوبغالو ته تماشچيان هم نه پرېښودل کېږي.

مارک ووډ له تمريناتو وروسته ويلي دي، چې دا ډډېره عجيبه ده، داسې ښکاري لکه يو ساينس فيکشن فلم چې وينو، ځکه ټول ماسکونه اچولي دي او يو بل نه ليدل کېږي، نه پوهېږم چې دا به څه ډول وي، ځکه هر څه ډېر بدل او ډېر عجيبه ښکاري، خو هر څه چې وي موږ بايد دا چارې عملي کړو.

د انګلستان ډېرى لوبغاړي د تمريناتو ځاى ته رسېدلي دي، خو جوفرا ارچر بيا تراوسه پورې له لوبډلې سره نه دى يو ځاى شوى. د هغه د نه يو ځاى کېدو لامل دا ښوول شوى دى چې په کورنۍ کې يې يو غړى ناروغ دى.

د جوفرا ارچر د کورونا ټېسټ هم شوى دى، چې ټېسټ يې منفي راغلى دى، خو هغه به يو ځل بيا د کورونا ټېسټ کوي او له هغه وروسته به په تمريناتو کې برخه اخلي.

مارک ووډ هيله من دى چې ارچر به له دوى سره ژر يو ځاى شي.

د يادولو وړ ده چې د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ به لومړۍ ټېسټ لوبه د جولاى په اتمه نېټه په ساوتهمپټن کې پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …