کورپاڼه / خبرونه / ډواين براوو د دهوني په اړه ويل شوې سندرې لنډه برخه شريکه کړه
مهيندرا سينګ دهوني او ډواين براوو

ډواين براوو د دهوني په اړه ويل شوې سندرې لنډه برخه شريکه کړه

د ويسټ انډيز لوبډلې الراونډر ډواين براوو چې مخکې يې د (چيمپين) مشهوره سندره ويلې وه، اوس يې د اى پي ايل ليګ د چيناى سوپر کنګز لوبډلې کپتان اېم اېس دهوني ته هم سندرې ويلې.

دا سندره د دهوني په وياړ يا د هغه د نمانځنې په پار ويل شوې ده چې د (ماهي سونګ) يا ماهي سندرې نوم ورکړل شوى دى، دا سندره ډواين براوو په خپله ليکلې، کمپوز يې هم ورته جوړ کړى دى.

براوو وايي چې دا سندره د دهوني د کليزې په ورځ، د جولاى په ٧مه نېټه خپروي، هغه له خپلو مينه والو سره د دې سندرې په اړه معلومات شريک کړي دي.

نوموړى ليکي، چې په دې سندره کې به د دهوني د ځانګړي شاټ (هيليکوپټر شاټ) په څېر نڅا هم وي، چې دې ته به هيليکوپټر نڅا وايي او دا به ډېره ځانګړې وي.

هغه له مينه والو غوښتنه کړې ده چې د دې نڅا په اړه دې ورسره خپلې ويډيوګانې شريکې کړي او که د هر چا نڅا په دې تړاو د هغه خوښه شوه، نو رسمي به يې په سندره کې شامل کړي.

براوو د مينه والو لپاره د دې سندره يوه لنډه شان برخه هم شريکه کړې ده.

براوو له ځينو رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دا سندره يې د دهوني په وياړ ويلې ده. هغه وايي، غوښتل مې د نوموړي لپاره يو څه وکړم، ځکه هغه خپل کيرير پاى ته رسوي، د هغه کيرير ډېر ښه و، شخصاً ما له هغه څه ډېر څه زده کړي دي، بلکې ډېرو لوبغاړو ترې ډېر څه زده کړي دي.

نوموړى وايي، که تاسې د روهيت شرما، هارديک پانډيا، ويراټ کوهلي او نورو ډېرو لوبغاړو مرکې واورئ، نو تاسې ته به معلومه شي چې دهوني هغوى ته ډېرې زمينې برابرې کړې دي چې اوس په دې مقام کې دي.

براوو وايي، غوښتل مې د دهوني لپاره يو څه ځانګړي وکړم، ځکه مې دې سندرې ته نوم هم (٧) ورکړى دى، ځکه دا شمېره د هغه لپاره ډېره ځانګړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

خوستیان د شاپور ځدراڼ په ننګه او د کرکټ بورډ خلاف لاریون کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د میلیون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ …