کورپاڼه / خبرونه / جنېد خان: د انګلستان سره لوبو لپاره نه اخيستو ډېر مايوسه کړم
جنېد خان

جنېد خان: د انګلستان سره لوبو لپاره نه اخيستو ډېر مايوسه کړم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى جنېد خان وايي، چې د کرکټ بورډ له لوري د قرارداد نه ورکولو نه دى خپه کړى، خو په لوبډله کې په نه اخيستو هغه ډېر خپه او مايوسه شوى دى، ځکه د انګلستان د سفر لپاره په ٢٩ لوبغاړو کې يې هم نوم نه دى راغلى.

د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکى دغه پښتون لوبغاړى جنېد خان چې ٣٠ کاله عمر لري او په ٢٠١١ کال کې يې نړيوال کرکټ پيل کړى دى، تر ٢٠١٥ کال پورې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې ولوبېده خو له هغه وروسته د ټپونو له امله بيا ډېرى وخت له لوبډلې بهر کېنول شوى.

جنېد خان د پاکستان لپاره ٢٢ ټېسټ، ٧٦ نړيوالې يو ورځنۍ او ٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

جنېد خان وايي، چې په انګلستان کې د هغه پرفارمنس تل ښه ده او په انګلستان کې د نورو لوبغاړو په پرتله تجربه هم ډېره لري، خو بيا هم په لوبډله کې نه دى اخيستل شوى.

هغه زياتوي، چې ماته وويل شول چې هغه لوبغاړي انتخاب شوي دي چې په انګلستان کې د لوبېدو ډېره تجربه لري، خو زما نوم پکې نه و، زه دې کار ډېر مايوسه کړم.

جنېد خان وايي، که د غوراوي کمېټې په دې لوبغاړي انتخاب کړي وي چې په انګلستان کې يې ښه لوبه کړې او تجربه لري، نو بيا زما تر نورو ډېر حق جوړېده، د پاکستان په لوبغاړو کې تر ټولو زيات ما په انګلستان کې کاونټي لوبې کړې دي، که تاسې زما د انګلستان لوبې وګورئ، نو بايد زه په لوبډله کې شامل و، سړى اخر خپه شي، خو بيا به هم زه خپله خواري کوم.

هغه وايي، د کرکټ بورډ د کلني قرارداد نه راکولو له امله نه دى خپه، ځکه مخکې هم ډېر ځل داسې شوي دي چې هغه سره قرارداد نه دى شوى خو په ملي لوبډله کې لوبېدلى دى.

هغه وويل، په ٢٠١٥ کال کې ټپي شوم، خو له بېرته رغېدو وروسته چې راغلم نو بيا په لوبډله کې په پرلپسې ډول ونه لوبول شوم، کله په سر کې چانس راکړل شو او کله په اخره کې، کله چې يو لوبغاړى په لوبډله کې ونه لوبېږي نو فشار پرې زياتېږي او هڅه کوي چې په لوبه کې ښه پرفارمنس وړاندې کړي چې له دې سره يې د ټپي کېدو چاره هم زياتېږي.

جنېد خان وويل، چې زه اوس په کلي کې يم او په کلي کې د ټولنيز واټڼ ساتل اسانه دي، په پټو کې منډه وهم او يوه کوچنۍ اکاډمي هم شته دى، چېرته چې تمرينات ترسره کوم.

د يادولو وړ ده چې له دې مخکې هم جنېد خان په پاکستانۍ لوبډله کې د نه اخيستلو له امله احتجاج کړى دى، خو تراوسه پاکستان کرکټ بورډ د هغه غږ نه دى اورېدلى.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …