کورپاڼه / خبرونه / حشمت الله شهيدي ستاسو پوښتنو ته ځوابونه درکوي
حشمت الله شهيدي

حشمت الله شهيدي ستاسو پوښتنو ته ځوابونه درکوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټاپ ارډر نوموتى توپوهونکى حشمت الله شهيدي نن په فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه راځي او خپلو مينه والو ته د هغوى د پوښتنو ځوابونه ورکوي.

حشمت الله شهيدي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې هغه له ډېر وخت راهيسې غوښتل چې له خپلو مينه والو سره مخامخ خبرې وکړې، خو زمينه ورته نه وه مساعده شوې.

نوموړى همدا راز ليکي، چې نن د افغانستان په وخت پنځه بجې به هغه په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راشي او له ټولو سره به د خپل زړه خواله وکړي. هغه ليکلي دي چې د خلکو پوښتنو ته به ځوابونه هم ورکړي.

هغه همدا راز له خلکو غوښتنه کړې ده چې خپلو پوښتنو ورته پرېږدي.

حشمت الله شهيدي چې د افغانستان لپاره يې ٣ ټېسټ، ٣٩ نړيوالې يو ورځنۍ او ١ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ګډون کړى دى، د ويسټ انډيز پر وړاندې په تېرو سياليو کې نه و اخيستل شوى.

د ٢٠١٩ کال په نومبر کې د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره شوې سيالۍ، چې درې نړيوالې يو ورځنۍ، درې نړيوالې شل اوريزې او ١ ټېسټ لوبه پکې شامل ول، په هېڅ سکواډ کې هم د حشمت الله شهيدي نوم نه و.

د افغانستان د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز بيا ويلي و، چې حشمت الله شهيدي يې له دې امله نه دى اخيستى چې هغه چټکې منډې نه شي جوړولى او د ويسټ انډيز پر وړاندې چټکو توپوهونکو ته اړتيا ده.

د يو ورځنيو او ټېسټ سيالۍ لپاره د حشمت الله شهيدي په نه اخيستلو پر کرکټ بورډ او غوراوي کمېټې ډېرې نيوکې هم وشوې، همدا راز په ټېسټ لوبه کې د حشمت الله شهيدي په تړاو کرکټ بورډ وويل، چې هغه ټپي دى، خو په هماغه وخت کې نوموړى بيا په کورنيو سياليو کې لوبېده.

حشمت الله شهيدي په ټېسټ لوبو کې د ٣٤.٥٠ په اوسط ١٣٨ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د ٣٢.١٨ په اوسط ١٠٦٢ منډې ترلاسه کړې دي، نوموړي په ټېسټ کې ١ او په يو ورځنيو لوبو کې ٩ پنځوسيزې هم وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

افغان لوبډله

د ملي لوبډلې يو بل لوبغاړي له هر ډول کرکټ نه استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عبدالله مزاري له نړيوال او کورني کرکټ څخه استعفا …