کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي: موږ يوازې د خپل هېواد او ملت لپاره لوبې کوو
محمد نبي

محمد نبي: موږ يوازې د خپل هېواد او ملت لپاره لوبې کوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د کرکټ په نړۍ کې د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو تر ټولو غوره الراونډر محمد نبي وايي، چې موږ يوازې د خپل هېواد او ملت لپاره لوبې کوو، کله چې د اى سي سي کوم ټورنامنټ ته ځو، د دې لپاره نه ځو چې هلته لوبې وکړو، بلکې د دې لپاره ځو چې لوبې وګټو او خپل هېواد ته خوشحالي راوړو.

محمد نبي چې د کريک ټرېکر وېبپاڼې سره يې مرکه کوله، د ډېر څه په اړه وغږېده. هغه دا هم وويل چې درې مياشتې په کور کې پاتې شوى او کرکټ يې نه دى کړى، چې دا د يو داسې چا لپاره ډېره ګرانه ده چې ټول کال کرکټ کوي.

هغه د سکاټلېنډ پر وړاندې د افغانستان د لومړۍ لوبې په تړاو وويل، چې دا ډېره د وياړ خبره وه چې موږ د سکاټلېنډ پر وړاندې لوبه وکړه، په دغه لوبه کې مو بريا خپله کړه او ما پکې په لومړي ځل د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

نوموړي وويل چې زموږ د لوبغاړو ترمنځ اتفاق او يووالى دى او له پيله راهيسې موږ په خپل اتفاق او يووالي لوبې ګټلي دي. هغه وايي کله چې په لوبغاړو کې يووالى نه وي نو بيا لوبې ګټل اسانه نه وي.

نوموړي وويل، موږ چې تر دې ځايه راورسېدو، نو دا د يو کس هڅه نه ده، بلکې د ټولې لوبډلې هڅه وه، دا د يوالي جذبه وه چې موږ يې نن دې مقام ته رارسولي يو.

محمد نبي وايي، چې له ٢٠١٤ کال راهيسې يې کرکټ نه دى پرېښى او د ملي لوبډلې تر څنګ په ليګونو کې هم لوبېدلى دى. هغه وايي په پيل کې يې غوښتل چې يوازې سپينر توپ اچونکى وي، خو وروسته يې توپوهنه هم پيل کړه، نو د هغې لپاره يې ډېره خواري وکړه او تل يې هڅه کړې ده چې خپل ځان فيټ وساتي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ته په نړيوال ليګونو کې له ډېرو کلونو راهيسې لوبېږې، خو هغه کوم ليګ و چې له تا يې نړيوال ستورى جوړ کړ؟ محمد نبي وويل، وويل چې له هغه څخه نړيوال ستورى افغانستان جوړ کړى دى، ځکه افغانستان و چې هغه د دې لپاره لوبې کولې او وروسته چې کله بيا په اى پي ايل کې ولوبېده، نو هغه يې لا مشهور کړ. هغه وايي، خو دا افغانستان و چې په مرسته يې نوموړى اى پي ايل ته لاړ او همداسې په نورو ليګونو کې ولوبېده.

Loading...

ليکوال\خبريال: رحمت ديوان

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …