کورپاڼه / خبرونه / راس ټېلر: که لوبه مساوي شي، نو پنځوس اوريزو لوبو کې سوپر اور ته اړتيا نشته
راس ټېلر

راس ټېلر: که لوبه مساوي شي، نو پنځوس اوريزو لوبو کې سوپر اور ته اړتيا نشته

د نيوزيلېنډ تجربه کار توپوهونکى راس ټېلر وايي، چې که په پنځوس اوريزو لوبو کې کومه لوبه مساوي کېږي، نو هغه دې مساوي وي او سوپر اور ته هېڅ اړتيا نشته دى.

هغه وويل، د لوبې د مساوي کېدو پر مهال دې جام دواړه لوبډلو ته ورکول کېږي، ځکه دا بده خبره نه ده چې دواړه لوبډلې دې جام ترلاسه کړي.

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال د نيوزيلېنډ او انګلستان ترمنځ پايلوبه مساوي شوه، چې وروسته سوپر اور هم مساوي شو او له هغه وروسته د ډېرو باونډريو د وهلو له امله انګلستان اتله لوبډله اعلان شوه.

د اى سي سي په دې قانون وروسته سختې نيوکې وشوې او له امله يې اى سي سي په خپل دې قانون کې بدلون راوست، په نوي قانون کې دا پرېکړه وشوه چې د اتلې لوبډلې پرېکړه به په سوپر اور کې کېږي او که يو ځل سوپر اور مساوي شي، نو بيا به بل سوپر اور کېږي.

خو راس ټېلر بيا له کريک انفو سره په خپلو خبرو کې وايي، چې که لوبه مساوي شي نو بايد ټرافي يا جام دې دواړو لوبډلو ته ورکړل شي، هغه وايي چې پنځوس اوريزې سيالۍ چې مساوي کېږي، نو بايد مساوي پاى ته ورسول شي.

هغه وويل، په شل اوريزو لوبو کې بيا دا ښه خبره ده چې د اتلې لوبډلې پرېکړه په سوپر اور کې ترسره شي، خو زه فکر نه کوم چې په پنځوس اوريزو سياليو کې دې هم دا کار وشي، زما په خيال دواړه لوبډلې هم اتلې کېداى شي.

راس ټېلر زياتوي، د نړيوال جام پايلوبه کې زه لوبڅارانو ته ورغلم او هغوى ته مې وويل چې لوبه ډېره ښه وه، ماته نه وه معلومه چې هلته به سوپر اور هم ترسره کېږي، که لوبه مساوي شوه خو مساوي يې پرېږدئ، په يو ورځنيو سياليو کې ١٠٠ اورونه ترسره کېږي او که له دې وروسته هم لوبه مساوي شي، نو دا خو بده پايله نه ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر …