کورپاڼه / خبرونه / رييس احمدزى: نور احمد ته طبيعي استعداد خداى ورکړى
رييس احمدزى او نور احمد لکڼوال

رييس احمدزى: نور احمد ته طبيعي استعداد خداى ورکړى

د افغانستان د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې روزونکى رييس احمدزى وايي، چې نور احمد ته طبيعي استعداد خداى ورکړى او که خوله تويه کړي، نو د نړۍ په ستورو بدلېدلى شي.

رييس احمدزي په خپله فېسبوکپاڼه د نور احمد لکڼوال يو عکس خپور کړى دى، چې هغه پکې په پښې يبله پښو تمرين کوي، نوموړي د دې عکس په اړه ليکلي دي:

((په دې عکس کې د نور احمد لکڼوال د لېوالتيا يوه صحنه وينئ. تېر کال په سويلي افريقا کې د نولس کلنو له نړيوال جام وړاندې چې بارانونه ډېر و، ده به راته ويل چې تمرين يې پاتې کېږي، نو چې لږ به رڼا شوه، يو مېدان ته به لاړو خو د مېدان خلکو به نه پرېښودو، ويل به يې چې له بوټانو سره دا ځاى خرابېږي، خو نور احمد د خپل تمرين لپاره په ويبلې پښې لوبه کوله خو ارام او صبر يې نه کاوه.))

رييس احمدزى همدا راز زياتوي: ((همدا تمرين او زحمت و چې دا دى اوس يې د نړۍ کرکټ مبصرين د راتلونکو لسو کلونو په ممکنه ښو شلو لوبغاړو کې حسابوي، د ويسټ انډيز شل اوريز ليګ ته ځي او هيله مې ده چې د افغانستان ملي ټيم او اى پي ايل کې هم يوه ورځ ولوبېږي.))

هغه مخکې ليکي: ((خو دا هر څه په زحمت او تمرين کېږي، نور احمد او نور ځوانان که خوله تويه کړي، طبيعي استعداد خداى ورکړى، هر يو د نړۍ په ستورو بدلېدلى شي، خو شرط تمرين، زحمت او دقت دى.))

د يادولو وړ ده چې نور احمد لکڼوال ١٥ کاله عمر لري، چې د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل بولۍ کې هم وړاندې شوى و خو کومې لوبډلې خپل نه کړ، همدا راز د ويسټ انډيز په کارابين پريمئير ليګ کې نوموړى اخيستل شوى دى، چې په لومړي ځل به په دغه تجارتي ليګ کې ولوبېږي.

څو ورځې مخکې اي ايس پي اين کريک انفو د راتلونکو لس کلونو لپاره د ممکنه شل لوبغاړو نوملړ خپور کړى و، چې ويل يې په دغه لسو کلونو کې به دا لوبغاړي ډېر وځلېږي، چې په هغې کې د نور احمد او درې نور افغان لوبغاړو نومونه هم شامل و. همدا راز د هند پخواني کرکټر او کمنټېټر اکاش چوپړه هم بيا په خپل لس غوره لوبغاړو کې نور احمد انتخاب کړى و، چې په راتلونکو لس کلونو کې به ځلېدونکي لوبغاړي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د ورزش تازه ويډيوګانې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په ټولنيزو رسنيو کې …