کورپاڼه / خبرونه / حشمت الله شهيدي د ويسټ انډيز لوبو ته نه اخيستو او خپل سټرايک رېټ په اړه وغږېد
حشمت الله شهيدي

حشمت الله شهيدي د ويسټ انډيز لوبو ته نه اخيستو او خپل سټرايک رېټ په اړه وغږېد

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتى توپوهونکى حشمت الله شهيدي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راغلى و او د تېر کال د ويسټ انډيزو سياليو لپاره په نه اخيستو او همدا راز د خپلې توپوهنې د سټرايک رېټ په تړاو وغږېد.

شهيدي وويل، چې د ويسټ انډيز پر وړاندې لوبو لپاره هغه په لوبډله کې نه و اخيستل شوى، چې ټول ولس له هغه سره په دې هکله ودرېده او دا د خلکو پر هغه احسان دى.

نوموړي وويل، چې دا د افغانانو په ما قرض دى، زه خو نور هېڅ نه شم کولاى خو د خلکو او افغانستان لپاره به هڅه کوم چې نوره هم ښه لوبه وکړم او يو په دوه خواري وکړم.

حشمت الله شهيدي دا هم وويل، چې په هغه باندې نيوکې کېږي ېچ سټرايک رېټ يې کم دى، خو هغه وويل چې هر کله توپوهنې ته ځي، نو ورته پلان ورکول کېږي، تر څو په ويکټو پاتې شي او د لوبې تر پاى پورې په مېدان کې وي.

نوموړى وايي، چې زه حالت ته ګورم او هماغسې لوبه کوم، هڅه مې ټوله دا وي چې ويکټې وساتم، ځکه ماته ويل کېږي چې نور لوبغاړي چټکه توپوهنه کوي، نو زما سټرايک هم ځکه کم دى.

حشمت الله شهيدي وويل، چې هغه بيا ځلې ملي لوبډلې ته راځي، نو په ځان کې به يې ډېر بدلون راوستى وي، ځکه غواړي چې په فيټنس او توپوهنه کې ډېر زيات بدلون راولي او همدا راز سټرايک رېټ کې به يې هم ډېر بدلون راشي.

نوموړى وايي، چې هغه د توپوهنې پر مهال ځکه د غټ شاټونو هڅه نه کوي، تر څو رسک وانخلي، هغه وايي غټ شاټونه وهلى شي او چې يو ځل بيا لوبې پيل شي، نو خلک به يې وويني.

په کابل کې د اوسني تمريناتي کمپ په تړاو حشمت الله شهيدي وويل، چې هغه په دې کمپ کې ځکه نه دى اخيستل شوى، چې دا تمريناتي کمپ يوازې د شل اوريزو لوبغاړو لپاره دى، تر څو راتلونکي اسيا جام او شل اوريز جام ته ځانونه چمتو کړي. هغه دا هم وويل چې له دې وروسته هغه د شل اوريزو لوبو لپاره هم تمرينات پيلوي، تر څو شل اوريزو سياليو کې هم ولوبېږي.

د يادولو وړ ده چې د ٢٠١٩ کال په نومبر کې د ويسټ انډيز پر وړاندې حشمت الله شهيدي په يو ورځنيو لوبو کې نه و اخيستل شوى او د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز يې لامل دا ښودلى و چې د هغه سټرايک رېټ کم دى او دوى ته د ويسټ انډيز پر وړاندې چټک توپوهونکي پکار دي.

همدا راز نوموړى وروسته په ټېسټ لوبډله کې هم شامل نه شو او کرکټ بورډ وويل، چې حشمت الله شهيدي ټپي دى، خو په ورته مهال کې په افغانستان کې کورنۍ سيالۍ روانې وې او حشمت الله شهيدي په کورنيو سياليو کې لوبېده.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په …