کورپاڼه / خبرونه / د راتلونکي PSL سيالۍ په پېښور کې هم ترسره کېږي
پېښور زلمي مينه وال

د راتلونکي PSL سيالۍ په پېښور کې هم ترسره کېږي

د پېښور زلمي لوبډلې مينه والو لپاره ښه خبر دا دى چې د راتلونکي کال د پاکستان سوپر ليګ PSL سيالۍ به د پېښور په لوبغالي کې هم ترسره شي.

د پاکستان سوپر ليګ ٥ پړاوونه ترسره شوي دي، چې په ټولو پړاوونو کې سيالۍ په لاهور، کراچۍ، ملتان او پېنډۍ کې ترسره کېدې، خو په پېښور او کوټه ښارونو کې بيا هېڅ نه دي ترسره شوې.

د پاکستان سوپر ليګ کې د کراچي کنګز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد يونايټيډ، پېښور زلمي او کوټه ګليډيټرز لوبډلې ګډون لري خو يوازې د پښتنو په ښارونو کې بيا دا سيالۍ نه ترسره کېدې.

د پېښور زلمي مشر جاوېد اپريدي په خپل ټويټر باندې د پېښور زلمي مينه والو ته دا زېرى ورکړى دى او ورته يې ويلي دي، چې له ژمنې سره سم د ٢٠٢١ کال د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ به په پېښور کې هم ترسره شي.

همدا راز د پېښور زلمي لوبغاړو او مينه والو په دې خبر خوښي ښکاره کړې ده، چې د پاکستان سوپر ليګ ٦م پړاو سيالۍ به په پېښور کې هم خلک په لوبغالو کې ننداره کړاى شي.


د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو د کورونا له امله په نيمايي کې ختم کړاى شو او وروستۍ سيالۍ يې ترسره نه شوې. د کورونا له امله د پلى اف لوبې لغوه شوې او پرېکړه وشوه چې يوازې نيمه پايلوبې او پايلوبه به ترسره شي، خو په يو لوبغاړي کې د کورونا نښې له راښکاره کېدو وروسته نيمه پايلوبې او پايلوبه هم لغوه شوه.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل، چې پاتې درې لوبې به د کورونا له کنټرول يا پاى ته رسېدو وروسته په مناسب وخت کې ترسره کړي او د اتلې لوبډلې پرېکړه به هم وشي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر …