کورپاڼه / خبرونه / کریم صادق استعفا ورکوي، وايي ځوانانو ته ځای پرېږدم

کریم صادق استعفا ورکوي، وايي ځوانانو ته ځای پرېږدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی کریم صادق وايي چې له نړیوال جام څخه استعفا ورکوي او غواړي چې خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

کریم صادق د افغانستان په لومړۍ نړیواله لوبه کې، چې افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړه، ګډون درلود.

هغه د ۲۰۱۶ کال پورې په پرلپسې توګه په افغان لوبډله کې لوبېدلی دی خو له هغه وروسته بیا تر ډېره ملي لوبډله کې نه لیدل کېږي.

کریم صادق د افغانستان لپاره خپله وروستۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۸ کال کې د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړې ده.

د بي بي سي پښتو ټلویزیون سره په خبرو کې کریم صادق وویل، چې ارمان يې د افغانستان لپاره په ټېسټ لوبه کې ګډون وکړي او له هغه وروسته استعفا ورکړي، خو دا ارمان يې پوره نه شو.

هغه وویل، ټېسټ لوبه په کرکټ کې ډېر اهمیت لري او ټول لوبغاړي غواړي چې په ټېسټ لوبو کې ګډون وکړي.

کریم صادق دا هم وویل چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغان لوبډلې سره دی او دا نن چې څه دي، دا د هماغه لوبډلې لاسته راوړنې دي، چې افغانستان دوه ځل نړیوال جام او دوه ځل شل اوریز نړیوال جام کې ګډون وکړ، بشپړ غړیتوب يې ترلاسه کړ او اوس د نړۍ سترو لوبډلو په صف کې راځي.

هغه وویل چې کولای شي څلور پنځه کاله نور هم کرکټ وکړي، خو په وېنا يې چې نور غواړي خپل ځای ځوانانو ته پرېږدي.

نوموړي وویل چې څو ورځې وروسته به د خپلو ملګرو، د کرکټ لوبغاړو، د کورنۍ غړو او نورو خلکو سره په ګډه یو پروګرام کې په رسمي ډول له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړي او له هغه وروسته به له ځوانو لوبغاړو سره په نورو برخو کې کار وکړي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …