کورپاڼه / خبرونه / حميد حسن راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام کې د ګډون لپاره تمرينات پيل کړل
حميد حسن

حميد حسن راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام کې د ګډون لپاره تمرينات پيل کړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي حميد حسن له يوې کلنې دمې وروسته يو ځل بيا په کابل کې د روزونکو تر څار لاندې تمرينات پيل کړي دي.

حميد حسن له طلوع نيوز سره په خپله مرکه کې وويل، چې تر اويا سلنه يې ځان بېرته جوړ کړى دى او په راتلونکو دوه اونيو کې به تر ٩٠ سلنه پورې فيټ شي.

هغه وايي چې توپ اچونه يې هم پيل کړې ده او د خپل تکړښت لپاره يې هم هڅې پيل کړي دي او تمرينات کوي.

حميد حسن راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام کې د ګډون لپاره هيله من دى. هغه وايي چې په لوبډله او اداره باندې بوج نه جوړېږم او نه خپل ځان ته دوکه ورکولى شم، خو کله چې په ځان اعتمادي او باوري شوم، چې څلور اورونه ترسره کولاى شم او لوبه کولاى شم، نو بيا به ادارې ته ووايم چې له ما څخه ټرايل واخلئ.

حميد حسن ٢

د کرکټ ملي لوبډلې د فيټنس روزونکى عبدالمنان مسعود وايي، چې حميد حسن دې ته چمتو دى چې په راتلونکو سياليو کې ګډون وکړي. هغه وايي چې هيله من دى چې حميد حسن به راتلونکو سياليو ته چمتو شي.

د يادولو وړ ده چې حميد حسن د ټپونو له امله ونه شول کولاى چې د نورو لوبغاړو په څېر په ملي لوبډله کې په پرلپسې ډول ولوبېږي، هغه د افغانستان يو له چټکو توپ اچونکو څخه دى چې افغانستان ته يې ډېرې برياوې راوړي دي.

ډېر وخت وروسته نوموړى د ٢٠١٩ نړيوال شل اوريز جام کې د افغانستان لپاره ولوبېده، خو وې نه شول کولاى چې ټولې لوبې ترسره کړي او وروستۍ لوبه يې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه، چې هلته هم په نيمه کې له لوبې څخه بهر شو.

حميد حسن ١

حميد حسن د دغه لوبې څخه وروسته له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه استعفا ورکړه او وې ويل چې يوازې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې به لوبېږي.

خو له نړيوال جام وروسته افغانستان له بنګله دېش، زمبابوې، ويسټ انډيز او ايرلېنډ سره سيالۍ ترسره کړې، خو حميد حسن پکې ګډون نه درلود.

٣٣ کلن حميد حسن د افغانستان لپاره په ٣٨ يو ورځنيو او ٢٢ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ٥٩ او په شل اوريزو لوبو ک يې ٣٢ ويکټې ترلاسه کړې دي.

حميد حسن نړيواله يو ورځنۍ وروستۍ لوبه په ٢٠١٩ کال کې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړې وه، خو نړيواله شل اوريزه وروستۍ لوبه يې بيا په ٢٠١٦ کال کې د ويسټ انډيز پر وړاندې ترسره کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د …