کورپاڼه / جالب / دوه مياشتې ګونګۍ شوې ښځه اوس په ٤ لهجو خبرې کوي
ايملي

دوه مياشتې ګونګۍ شوې ښځه اوس په ٤ لهجو خبرې کوي

برېتانيه کې يوه ښځه چې د مازغو ناروغۍ له امله له خبرو لوېدلې وه، دوه مياشتو وروسته يې ناڅاپي خبرې پيل کړې او اوس په يو ځل په ٤ لهجو خبرې کولاى شي.

د ٣١ کلنې ايملي ايګن په دې حالت ډاکټران هم ډېر حېرانه دي. ډاکټران وايي چې دا کار د وختي فلج يا د مازغو د کومې ناروغۍ له امله شوى دى، خو دوى يې هېڅ ثبوتونه نه دي پېدا کړي، همدا راز د ايملي لهجه اوس ډېره بدله شوې هم ده.

دوه مياشتو لپاره ايملي د کمپيوټر اېپ او نورو ماشينونو په طريقو خپلې خبرې کولې، ډاکټران دا يوه نادره ناروغي هم ګڼي او د (فارن ايسنټ سنډروم) يا د بهرنۍ لهجې ناروغي هم ورته وايي، دا حالت تراوسه پورې په شاوخوا سل کسانو کې راښکاره شوى دى.

په پيل کې ايملي ته په خبرو کولو کې ستونزه وه، چې په مزه مزه يې خبرې کولې او وروسته يې بېخي غلې شوه. خو کله چې يې بېرته خبرې پيل کړې، نو لهجه يې بېخي د بهرنيانو په څېر وه، د هغې لهجه به کله د ايټالويانو په څېر شوه، کله به د هسپانيانو او کله هم د فرانسيانو په څېر شوه.

ايملي ١

له هغه وروسته ورته دنده کول هم ګران شو. ياده دې وي چې دا حالت په لومړي ځل په ١٩٠٧ کې مخې ته راغلى او تراوسه پورې ١٠٠ داسې کسان ليدل شوي دي چې دې ته ورته حالت سره مخ شوي دي، د دوى د مازغو هغه برخه اغېزمنه کېږي، کوم ځاى کې چې خبرې کنټرولېږي.

د ٢٠٢٠ کال په جنورۍ کې لومړى د هغې په سر درد شو، وروسته يې خبرې درنې شوې، کله چې روغتون ته يوړل شوه نو ډاکټرانو ورته وويل چې فلج شوې ده او بايد چې درملنه يې وشي، خو له هغه وروسته يې خبرې بېخي ورکې شوې، يعنې ګونګۍ شوه.

خو کله چې يې دوه مياشتې وروسته خبرې بيا پيل کړې، نو لومړى يې په مشرقي اروپايي لهجه کې خبرې کولې، له هغه وروسته پولېنډ، بيا روسيه او ايټالوي لهجو کې يې خبرې وکړې، هغه اوس هم د بهرنيانو په لهجه کې خبرې کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پيترادى سوتر

په لومړي ځل يو نرښځى د لومړي وزير مرستيال ټاکل شوى

د بيلجيم هېواد د (ګرين ګوند) يو نرښځى سياستوال پيترادى سوتر په لومړي ځل د …