کورپاڼه / خبرونه / د ويسټ انډيز لوبډلې روزونکي فيل سيمونز ځان کرنټين کړ
فيل سيمونز

د ويسټ انډيز لوبډلې روزونکي فيل سيمونز ځان کرنټين کړ

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي فيل سيمونز ځان کرنټين کړى دى، هغه دا کار په يوه جنازه کې له ګډون وروسته کړى دى او اوس به د هوټل له بالکونۍ څخه په اولډ ټريفورډ لوبغالي کې لوبغاړي څاري.

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د انګلستان په مانچسټر کې ده، چې د انګلستان سره د لوبو لپاره په تمريناتو بوخته ده، د ويسټ انډيز لوبډلې لپاره په بشپړه توګه احتياطي ځاى جوړ شوى دى.

د برېتانوي رسنيو د راپورونو په وېنا، فيل سيمونز چې له هوټل څخه بهر په يوه جنازه کې يې ګډون کړى و، اوس يې ځان کرنټين کړى دى او د هوټل د بالکونۍ څخه به د لوبغاړو تمرينات څاري او هغوى ته به لارښوونې کوي.

فيل سيمونز به لږ تر لږه ٥ ورځې له نورو لوبغاړو او خلکو څخه ځان يوازې ساتي، همدا راز د لوبډلې سره تر يو ځاى کېدو مخکې بايد د هغه د کورونا ټېسټ دوه ځلې منفي راشي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې سيالۍ ځنډېدلې وې، خو اوس لومړى ځل دى چې د ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته تللې ده او د کورونا تر څه حده کنټرول وروسته به دا لومړى ځل وي چې ويسټ انډيز او انګلستان نړيوالې سيالۍ ترسره کړي.

ويسټ انډيز او انګلستان به د ٣ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړي، چې د دې لړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه به د جولاى په اتمه نېټه پيل شي.

بل لوري ته د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو ته تمرينات پيل کړي دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ سيالۍ به په داسې لوبغالو کې ترسره شي چې هېڅ تماشچيان به ورته نه پرېښودل کېږي او د اى سي سي نوې لارښوونې به په دې لوبو کې په بشپړه توګه عملي کېږي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …