کورپاڼه / خبرونه / فضلي: کريم صادق په خپل وخت کې د ملي لوبډلې د ملا تير په څېر رول درلود
کريم صادق او عزيزالله فضلي

فضلي: کريم صادق په خپل وخت کې د ملي لوبډلې د ملا تير په څېر رول درلود

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس عزيزالله فضلي وايي، چې کريم صادق په خپلو وختونو کې د ملي لوبډلې لپاره د ملا د تير په څېر رول درلود.

کريم صادق چې تېره ورځ يې په يوه مرکه کې وويل، چې هغه غواړي نور له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړي او خپل ځاى ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

د کرکټ مينه والو، لوبغاړو او د کرکټ بورډ پخوانيو چارواکو د کريم صادق د دې پرېکړې هرکلى کړى دى. په دې لړ کې د کرکټ بورډ پخواني عمومي رييس عزيز الله فضلي هم په يو پوسټ کې د کريم صادق له دې پرېکړې هرکلى کړى دى.

عزيزالله فضلي په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي: ((کريم صادق چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يې تر ١٦ کلونو څخه زيات خپل ګران هېواد ته خدمت کړى، د کرکټ لوبې سره د مخه ښې نيت لري.))

نوموړى زياتوي: ((د ياد اتل دغه کار زه ستايم او دا کار يې د وطن سره د مينې او د ځوان لوبغاړو د رتګ لپاره کړى، تر څو ځوان لوبغاړي لوبډلې کې ځاى پېدا کړي.))

عزيز الله فضلي وايي: ((کريم صادق د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په خپلو وختونو کې لکه د ملا تير په څېر رول درلود چې د توپوهنې، توپ اچونې او ويکټ ساتونکي په توګه ښه لوبغاړى و، انشا الله تعالى په راتلونکي کې به د افغانستان کرکټ په ډګر کې به ورڅخه د روزونکي په توګه کار واخيستل شي.))

نوموړى وايي: ((کريم صادق پرته له دې چې د کرکټ له لوري وطن ته خدمت وکړي، خېريه بنسټ هم لري چې د ډېرو بېوزلو هېوادوالو لاسنيوى کوي، الله ج دې اجر ورکړي.))

د يادولو وړ ده چې کريم صادق په يوه مرکه کې ويلي دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د يوې غونډې په ترڅ کې له نړيوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …