مخکې د هند ځينو خلکو او ان وزيرانو د کورونا د مخنيوي لپاره داسې جالبې لارې خلکو ته وښودلې، چې که څه هم ډېرى هنديانو پرې عمل وکړ، خو چاته يې هېڅ ګټه ونه رسوله، خو اوس د پاکستان د پارلمان يو غړي هم خلکو ته داسې لاره ښودلې ده، چې سړى ورته حېرانه پاتې شي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د پارلمان غړى رياض فتيانه ادعا کړې ده چې د ملخانو په خوړلو سره د کورونا ويروس مخنيوى کېداى شي.
هغه په پارلمان کې خبرې کولې چې د کورونا د مخنيوي لپاره يې دا لاره خلکو ته وښودله. هغه وويل چې په دې سره به نه يوازې دا چې د ملخانو مخه ونيول شي، بلکې خلک به د کورونا پر وړاندې هم مبارزه وکړي او له دغه ناروغۍ څخه به خلاص شي.
په پاکستان کې سږکال بې شمېره ملخان پېدا شوي دي، چې د پاکستان حکومت يې په مخنيوي کې ناکامه شوى دى او د دې ملخانو سره د مبارزې لپاره يې له نړيوالو څخه د پور غوښتنه کړې ده.
خو رياض فتيانه وايي، که چېرته حکومت په دې اړه څېړنه وکړي، چې د ملخانو خوړل د کورونا لپاره څومره ګټور دي، نو نه يوازې دا چې خلک به په خپله ملخان ختم کړي، بلکې د کورونا ويروس مخنيوى به هم وکړي.
انمول ہیرے:
حکومتی رکن قومی اسمبلی ریاض فتیانہ نے ٹڈی دل اور کورونا کا مسلہ ہی حل کر دیا، کہتے ہیں حکومت تحقیق کر کے بتائے کہ ٹڈی دل کھانے سے کورونا کا علاج ہوتا ہے یہ قوم خود ہی ٹڈیاں ختم کر دے گی۔
صرف یاسمین راشد کا قصور نہیں تھا آپ لوگ واقعی اس قوم کو جاہل ہی سمجھتے ہو۔ pic.twitter.com/rKS3ISFqdi— Syed Sammer Abbas (@SammerAbbas) June 24, 2020
رياض فتيانه وايي، چې هغه اورېدلي دي چې د ملخانو خوراک د کورونا ويروس پر وړاندې ډېر ګټور دى، نو بايد حکومت په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.
تر دې مخکې بيا د پاکستان يوې وزيرې زرتاج ګل د کورونا ويروس په اړه باندې داسې جالبې خبرې کړې وې، چې ان تراوسه په ټولنيزو رسنيو کې پرې خلک له خندا ډک پوسټونه کوي.
زرتاج ګل ويلي و، چې کورونا ويروس (کوويډ-١٩) ١٩ ټکي لري او دا په هر هېواد کې په يو نه يو ډول پلي کېداى شي.