کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ ملي لوبغاړو د کريم صادق خدمتونه وستايل
کريم صادق

د کرکټ ملي لوبغاړو د کريم صادق خدمتونه وستايل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق له دې پرېکړې وروسته، چې غواړي له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړي او خپل ځاى ځوانانو ته پرېږدي، د هغه دا پرېکړه د ملي لوبډلې لوبغاړو په ټولنيزو رسنيو کې ستايلې ده.

پرون نوموړي وويل، چې د هغه ارمان و چې په يوه ټېسټ لوبه کې ګډون وکړي، خو دا ارمان يې پوره نه شو. هغه وويل چې په څو ورځو کې دننه به په يوه غونډه کې خپل استعفا په رسمي ډول اعلان کړي.

د کريم صادق له ياد اعلان وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د ملي لوبډلې لوبغاړو، د کرکټ بورډ چارواکو، خبريالانو او مينه والو د هغه دا پرېکړه ستايلې ده او د هغه د خدمتونو يادونه يې کړې ده.

د يادولو وړ ده چې کريم صادق يو له هغه لوبغاړو څخه دى، چې افغانستان لا دويمه درجه غړيتوب نه و ترلاسه کړى نو هغه په ملي لوبډله کې لوبېده. هغه له ٢٠٠٢ کال راهيسې له افغان لوبډلې سره و او د افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې، چې په ٢٠٠٩ کال کې ترسره شوې وه، هم يې ګډون درلود.

نوموړي خپله وروستۍ نړيواله لوبه د افغانستان لپاره په ٢٠١٨ کال کې ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته بيا د ملي لوبډلې لپاره نه دى لوبېدلى. کريم صادق د افغانستان لپاره په ٢٤ نړيوالو يو ورځنيو او ٣٦ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …