د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د نه شتون له امله د بهرنيو روزونو معاشونه نيمايي يا ٥٠ سلنه راکم کړي دي او دا به هله بېرته پوره کېږي، چې کله نړيوال کرکټ پيل شي.
تر دې مخکې بيا د کورونا له امله د بهرنيو روزونکو معاشونه ٢٥ سلنه کم شوي و. د ٦ بهرنيو روزونکو له معاشونو څخه د مۍ په مياشت کې ٢٥ سلنه پېسې کمې شوې وې، خو له هغه وروسته اوس ٥٠ سلنه کمې شوې دي.
ويل کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ يوازې دوه بهرني روزونکي د مياشتې ١٨ زره ډالر معاش اخلي، د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى لانس کلوزنر ١٢ زره او د توپوهونې روزونکى اېچ ډي اکرمن بيا ٦ زره ډالر معاش له کرکټ بورډ څخه ترلاسه کوي.
The @ACBofficials reportedly cut the salaries of its six foreigners coaching staff by 50% as their tour to @ZimCricketv is uncertain & on hold.
Their salaries cut by 25%in May too due to COVID19.@ackershd @LanceKlusener69 pic.twitter.com/tMaPyR1sEh— M.ibrahim Momand (@IbrahimReporter) June 27, 2020
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اونۍ مخکې په کابل کې د ملي لوبډلې د ٢٤ لوبغاړو تمريناتي کمپ پيل شوى دى، خو په دې تمريناتي کمپ کې هېڅ بهرنى روزونکى شتون نه لري او ټول لوبغاړي د کورنيو روزونکو تر څار لاندې تمرينات ترسره کوي.
د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سيالۍ ځنډېدلي دي او افغانستان کرکټ بورډ لا هم په دې باوري نه دى چې زمبابوې سره راروانه لوبلړۍ به په وخت ترسره شي او که نه د کورونا له امله به دا لوبلړۍ هم لغوه اعلان شي.
که څه هم د زمبابوې کرکټ بورډ دغه لوبلړۍ ته ځان چمتو ښکاره کړى دى، خو د افغانستان کرکټ بورډ يې په اړه بيا څه نه دي ويلي.
د يادولو وړ ده چې په وروستيو کې هند او بنګله دېش له سريلانکا سره خپلې لوبلړۍ د کورونا له امله لغوه کړې، همدا راز نيوزيلېنډ بيا له بنګله دېش سره خپله لوبلړۍ لغوه اعلان کړه.
خو د ويسټ انډيز لوبډله بيا انګلستان ته تللې ده او د دواړو لوبډلو ترمنځ به د جولاى په اتمه نېټه د ټېسټ سياليو لوبلړۍ پيل شي، همدا راز د پاکستان لوبډله بيا نن انګلستان ته ځي، تر څو له انګلستان سره د ټېسټ او شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړي.